1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايټاليا له خپل سويلي ښار رياچه څخه ټول مهاجر وباسي

۱۳۹۷ مهر ۲۲, یکشنبه

د ايټاليا د کورنيو چارو وزير ماتيو سالويني ويلي دي چې د هيواد په سويل کې پروت رياچه ښار څخه ټول مهاجر د هيواد نورو سيمو ته وباسي. د ايټاليا دغه ښار مهاجرو ته په ښه راغلاست ويلو کې شهرت لري ویلی.

https://p.dw.com/p/36WHK
Matteo Salvini
د ايټاليا لمړی وزير ماتيو سالوينيانځور: Reuters/Z. Souissi

د ايټاليا د کورنيو چارو زوير  یو ښي اړخی سياستوال دی چې د مهاجرو ضد سياست تعقيبوي. هغه د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر ۱۳مه) وويل چې د «رياچه» په «کلابرین» ښارګوټي کې ميشت مهاجرو به د هيواد په نورو سيمو کې ځای پرځای کړل شي.

د آلمان خبري آژانس په حواله، ايټالوۍ رسنيو په دغې سيمه کې د ميشتو مهاجرو شمير د ۲۰۰ تنو په شاوخوا کې ښودلی دی.

Italien Domenico Lucano, Bürgermeister von Riace, Dorf in Kalabrien
دامينکو لوکانو په نړيواله کچه د ادغام او زغم د يو سمبول په توګه پيژندل شویانځور: Getty Images/AFP/M. Laporta

دامينکو لوکانو

د رياچه ښاروال، دامينکو لوکانو، چې په نړيواله کچه د ادغام او زغم د يو سمبول په توګه پيژندل شوی، شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د حکومت له خوا ونيول شو. پر هغه تور دی چې غيرقانوني مهاجرو ته يې اسانتياوې برابرې کړي او دغه راز يې د مهاجرو او د رياچه سيمې د اوسیدونکو ترمنځ د واده کولو جعلي سندونه جوړ کړي دي.

لوکانو داسې يوه نظريه لرله چې د رياچه سيمې د مخ په کميدونکي نفوس ته په کتو به، دغه ښار د سلونو داخل شوو مهاجرو په مټ د دغه ښار صنعتي چارو ته بيرته وده ورکړي وي.    

امريکايي مجلې  Fortune په ۲۰۱۶م کال کې لوکانو د هغه د دغو له امله، د نړۍ د تر ټولو سترو مشرانو په لیست کې راوستلی وو.

د لوکانو د نيولو په غبرګون کې د ليکوال روبيرت ساويانو او نورو ملي څيرو په ګډون، ګڼو خلکو اعتراضونه کړي دي. دوی د هغه نيول د روم ښي اړخي حکومت له خوا يوه سياسي هڅه بللې ده.

د ايتاليا د کورنيو چارو وزير په دې اړه په فيسبوک کې ليکلي دي: «څوک چې تيروتنه کوي هغه بايد تاوان پرې کړي.»

Italien Stadt Riace, Kalabrien
د ايټاليا په سويل کې د رياچه ښارګوټي يوه څنډهانځور: picture- alliance/Ropi/Mollo

هغه زياته کړې ده: «موږ د عامه بوديجې غيرقانوني لګول نه شو زغملای، حتی که د مهاجرو له پاره د مصرفولو عذر هم موجود وي.»

ماتيو سالويني د روان کال د مارچ مياشتې په ټاکنو کې په دې وتوانيد چې د مهاجرت ضد سياست په ښودلو سره، خپل ښي اړخي او ملتپال ګوند له پاره د خلکو ملاتړ ترلاسه او ۱۷ سلنه رايې وګټي.

له کله چې دی د ايټاليا د کورنيو چارو وزير شوی، د مهاجرت په چارو کې يې يو لړ عملي اقدامات ترسره کړي دي. سالوينې په وروستيو کې اعلان وکړ چې هغه به نور د ايټاليا په بندرونو کې هغو کشتيو ته د لنګر اچولو اجازه ورنکړي چې په مديترانې سمندرګي کې مهاجر ژغوري. ايټاليا په عمل کې دغه کار ثابت کړی دی.

dpa reu kat mnr

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: