اوس هم د یو شمیر مهاجرو هویت نه دی څرګند
۱۳۹۶ مهر ۲, یکشنبهد ولټ ام زونټاګ «Welt am Sonntag» ورځپاڼې د آلمان د کورنیو چارو وزارت په حواله ویلي دي چې د روان کال د سپټمبر میاشتې تر ۳ نیټې پورې د هغو شکمنو عراقي او سوریاې مهاجرو شمیر ۸۲۹ تنه ول چې نه هم په انفرادي توګه ورسره انټروي شوی ده او نه هم د کومې ادارې له خوا د دوی هویت تثبیت او ثبت شوی دی.
دغه کسان د هغو مهاجرو له ډلې څخه دي چې په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ مو کلونو کې له عراق او سوریې څخه آلمان ته راغلي ول. د دغو پنا غوښتونکو د هویت د تشخیص له پاره له دوی سره په انفرادي ډول انټروي نه ده شوې، بلکه دوی یوازې د پوښتنو د یوې فورمې په ډکولو سره د حفاظت سندونه ترلاسه کړي او یا هم مهاجر پیژندل شوي دي.
په هغه وخت کې د مهاجرو د هجوم د زیاتیدو او په چټکۍ سره د دوی د پناهندګۍ غوښتنلیکونو د ارزونې له پاره دغه پروسه ساده کړای شوې وه، یعنې یوازې د پوښتنو د فورمې د ډکولو پر بنسټ دوی (عراقي او سوریایې مهاجرو) ته په آلمان کې د حفاظت سندونه ورکول کیدل.
په مجموع کې دا خبره د زرګونو مواردو په برخه کې صدق کوي. دغه توضیحات د آلمان د کورنیو چارو وزارت نوموړي ورځپاڼې ته ورکړي دي.
د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادراې (BAMF) ځانته هدف وټاکه چې د ټولو هغو پنا غوښتونکو چې د ۲۰۱۵ م کال تر جولای میاشتې پورې آلمان ته راغلي دي د هغوې بیومیتریک معلومات او د ګوتو نښانو ثبت کړي. د دغه رپوټ پر بنست د امنیتي مسئولینو په خبره د انتظار برخلاف ډیر شمیر کسانو د ثبتیدو په دغه پروسه ګډون وکړ.