1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

انسان څومره وخت په يوه ځای کې گير پاتيدل زغملای شي؟

۱۳۹۷ تیر ۱۹, سه‌شنبه

په تاېلند کې دولس ځوان فوټبالران په يوه سمڅه کې بند پاتې شوي ول له دوی څخه یې ځينې راايستل شوي دي. خو پوښتنه داده چې داسې یو حالت د انسان پر روان او اعصابو څه اغیز لري او انسان څومره وخت يوه بند ځای کې تيرولای شي؟

https://p.dw.com/p/318eK
Thailand Rettungsaktion Fußballteam aus Höhle
انځور: picture-alliance/Photoshot

د کارپوهانو په حواله په يوه سمڅه او يا يوه ورته تياره ځای کې د اوږدې مودې د بند پاتېدو پر وخت تر ټولو لويه ستونزه انسان ته د لمر نه رسيدل دي. ځکه اوږده موده په تیاره کې اوسيدل د فشار او ستريس لامل کيږي. دليل یې دادی چې د انسان خوب نامنظميږي او په دې توگه د بدن ټول سستمونه اغيزمنيږي.

بدن ته د لمر نه رسيدل د ويتامن دي پر کمښت سربيره نورې ډيرې پايلې هم لري. انسان د ورځې او شپې د جوړښت سره اموخته او بلد دی او کله چې نه پوهيږي چې ورځ ده او که شپه ده نو بيا د اضافي فشارونو زغمل نور هم پسې ستونزمنيږي.

د ويانا پوهنتون د روان شناسۍ انستيتويت روان پيژندونکې بريگيته لويگر شوستر، په آند د تايلند په سمڅه کې بند ماشومان ښايي بيا وروسته په بندو خونو کې د جدي ستونزو ښکار شي. همدا راز د باران غږ په اوريدو دوی د ژورې تراوما او صدمې سره مخامخ کيدلای شي. ځکه ښايي دوی د يوې داسې تجربې وروسته پر خپل چاپيريال باور له لاسه ورکړي.

د نوموړې په آند انسان په ډير ناوړه او بدتر حالت کې هم د «پايښت انرژي» په کار اچوي او د ژوندي پاتېدو هڅه کوي. دا چې د ماشومانو او لويانو ترمنځ د داسې حالتونو سره د چلن په برخه کې کوم توپیرونه شته، شوستر یې په هلکه وويل: «په دې هلکه څه ويل مشکل دي. دا په کلتوري تفاوتونو پورې هم اړه لري. لکه د اروپا او آسيا ترمنځ چې ليدل کيږي. کيدای شي په سمڅه کې بند ماشوم ځکه د يوه بالغ تن په پرتله کمه ويره ولري چې هغوی د دې ټولې وضعې په اړه سم قضاوت نه شي کولای او په ټولو خطرونو او گواښونو خبر نه دي.»

د ټايلنډ په يوه سمڅه کي بند پاته ټول وژغورل سول

ځوانان په عمومي توگه متجسس وي او د لويانو په پرتله کمه ويره لري. معنا دا چې هغوی له خطري کارونو سره له مخامخيدو ډيره ويره نه لري او په دې ځان نه پوهوي چې د يوه ټکر يا پېښې په صورت کې څه ور پيښيدلای شي.

د روان شناسې شوستر په خبره هغه انسان چې يوه صدمه یې ليدلي وي او يا اوږده موده په يوه ځای کې گير پاته شوي وي، مرسته ورسره بايد وشي او وليدل شي چې آیا روانې درملنې ته اړتيا لري او که. هغه زیاتوي: «دغه کسان بايد تر يوې میاشتې پورې وڅارل شي او وليدل شي چې وضعه یې څرنگه ده. ځينې یې ښایي ستونزې ولري او نور نه. سړی له وخته مخکې قضاوت نه شي کولای  ځکه هر انسان بېل بېل وي او د دې ډول پېښو اغيز هم پرې بيل بيل ډول وي.»

پر ځوانانو او يا ماشومانو د دې ډول پېښو اغیز ډير ژور وي خو دا په دې معنا نه ده چې دا د منفې اغيز وي، بلکې دا کولای شي د ځينو پر عصبي وده ښه اغیز ولري. دې ته «مابعد رواني وده» ويل کيږي. د ودې له دې پړاوه انسان هله تیريږي چې تر سخت فشار لاندې وي او يا له ستونزو او مشکلاتو ډکې مرحلې پرې ترې شوي او ډير رواني فشارونه یې ليدلي وي.

خو که انسان په سمه توگه تداوي او مرسته ورسره وشي نو کيدای شي له دې څخه په رواني توگه گټه ترلاسه کړي. د تاېلند په سمڅه کې بند پاتې ماشوم هم ښايي د مثال په توگه ډير حساس شي. ځکه ډير له يوه سخت پړاو څخه تر تيريدو وروسته د ژوند رښتوني ښکلا درک کوي.

Reyhaneh Azizi (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: