امریکا له آلمانه د خپلو سرتیرو د ایستلو په هکله فکر کوي
۱۳۹۷ تیر ۹, شنبهد امریکا متحده ایالات په داسې یو وخت کې له جرمني څخه د خپلو ۳۵ زره سرتیرو د ایستلو په هکله فکر کوي چې په راتلونکي جولای میاشت کې د ناټو د سرمشریزې له پاره چمتو والی نیول کیږي. د واشنګټن پوسټ په نامه یوې امریکايي ورځپاڼې د جمعې په ورځ په خپل یوه رپوټ کې لیکلي چې ولسمشر ترمپ له جرمني څخه د خپلو سرتیرو د ایستلو په هکله علاقه ښودلې او اوس د امریکا دفاع وزارت له دې هیواد څخه د خپلو سرتیرو د ایستلو له پاره انتخابونه ارزوي.
یادې امریکايي ورځپاڼې د یوه امریکايي چارواکي په حواله چې د سرتیرو د ایستلو د ارزونې له موضوع خبر دی، په خپل رپوټ کې لیکلي چې امریکايي چارواکي اوسمهال له جرمني څخه پولنډ ته د ټولو ۳۵ زره سرتیرو او یا هم د دوی د یوې برخې انتقال له پاره پر مصارفو او د دې اقدام پر پایلو فکر کوي. ورځپاڼه وايي چې په دې ارزونه کې د دفاع وزارت لوړپوړي چارواکي ښکیل نه دي.
د راپورونو په اساس د روان کال په پیل کې ولسمشر ترمپ په سپینه ماڼۍ کې د یوې ناستې په ترڅ کې له دې امله ټکان وخوړ چې د امریکا څومره شمیر سرتیري په جرمني کې میشت دي او د دې موضوع تر اوریدو وروسته یې د دغو سرتيرو د انتقال د موضوع په هکله علاقه مندي ښکاره کړه. په جرمني کې میشت د امریکا دغه ۳۵ زره سرتیري په اروپا کې د امریکا متحده ایالاتو تر ټولو ستر پوځي حضور دی.
جدي اقدامات او یا هم د خبرو اترو له پاره تاکتیک؟
د یادې ورځپاڼې په حواله اروپايي چارواکو اوس د امریکا د دغې ارزونې په هکله معلومات تر لاسه کړي او غواړي دا وموندي چې دغه څه د ولسمشر ترمپ اراده څرګندوي او که په بروکسل کې د جولای میاشتې له ۱۱ نه ۱۲ نیټې پورې د ناټو تر سرمشریزې وړاندې د خبرو اترو له پاره کوم تاکتیک دی.
تیره اونۍ تر کتنې وروسته نه هم د آلمان دفاع وزیرې ارزولا فون دیر لاین او نه هم د امریکا دفاع وزیر جیم متیس د دې پلان یادونه وکړه. سربیره پر دې ولسمشر ترمپ په وار وار سره د ناټو سازمان پر خپلو متحدینو په ځانګړې توګه پر جرمني له دې امله انتقادونه کړي چې پر دفاعي چارو باندې د خپلو داخلي ناخالصو عوایدو ۲ سلنې په مصرفولو کې پاتې راغلی دی.
آلمان په ۲۰۱۷م کال کې د خپلو داخلي ناخالصو عوایدو ۱،۲۴ سلنه بودیجه پر دفاعي چارو مصرف کړې او غواړي چې تر ۲۰۲۴م کاله پورې دغه کچه ۱،۵ سلنې ته لوړه کړي. پولنډ بیا په ۲۰۱۷م کال کې د خپلو داخلي ناخالصو عوایدو ۱،۹۹ سلنه پر دفاعي چارو مصرف کړې او د اروپايي هیوادونو د دریو هغو هیوادونو لکه بریتانیا، ایستونیا او یونان په کتار کې راغی چې پر دفاعي چارو یې د ۲ سلنه داخلي ناخالصو عوایدو د مصرف دغه معیار یې پوره کړی.