1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د یوې ناغوښتلې جګړې د نزدې کیدو ګواښ کړی

۱۳۹۶ آذر ۹, پنجشنبه

په مګلرو ملتونو کې د امریکا متحدو ایالاتو استازي نکي هیلي، امنیت شورا ته ویلي دي چې د شمالي کوریا د توغندي آزموینه نړۍ یوې جګړې ته لا نزدې کوي. ولسمشر ترمپ د شمالي کوريا مشر کیم جون اون، یو «ناروغه سپی» بللی دی.

https://p.dw.com/p/2oWCT
USA UN-Sicherheitsrat Nikki Haley
په ملګرو ملتونو کې د امریکامتحده ایالاتو استازې، نیکي هیليانځور: Getty Images/D. Angerer

هیلي، امنیت شورا ته ویلي دي چې که خبره یوې جګړې ته ورسیږي نو د شمالي کوریا رژیم به په پشپړه توګه له منځه ولاړ شي. هغې په عین حال کې له چین څخه وغوښتل چې شمالي کوریا ته د نفتو لېږد ودروي.

د امنیت شورا په غونډه کې چین او روسیې یو ځل بیا د شمالي کوریا د توغندیو د آزموینو دریدو غوښتنه تکرار کړه. له بلې خوا بیا امریکا متحدو ایالاتو او سویلي کوریا خپل پلان شوي پوځي تمرینات وځنډول. د دغو تمرینونو یو یې دسمبر میاشتي ته پلان شوی وو.

Nordkorea Kim Jong Un
کیم د آزموینې د اجازه لیک د لاسلیکولو په حال کېانځور: picture alliance/dpa/AP Photo/KRT

د هیلي، په خبره ولسمشر ترمپ له خپل چینایي سیال شي جین پینګ، سره د تلیفوني خبري کړي دي او له هغه څخه يې غوښتي دي چې د نفتو د قطع کولو له لارې یو «اساسي قدم واخلي»، او ګواښ یې کړی چې که نه نو، امریکا به د نفتو موضوع په خپله په لاس کې واخلي.

هیلي وویل: «که جګړه وشي، شک مه کوئ، د شمالي کوریا رژیم به په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.»

هیلي، ټینګار کړی دی چې دا یوه داسې شخړه ده چې امریکا متحد ایالات یې نه غواړي. تر دې مخکې د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د شمالي کوریا مشر یو «ناروغه سپی» بللی وو.

سویلي کوریا بیا ویره لري چې امریکا متحد ایالات به پر شمالي کوریا باندي مخکې له دې چې د توغندي داسې سرګلوله جوړه کړي چې د اتومي وسلې د لیږد وړتیا ولري، برید وکړي. د شمالي کوریا او امریکا تر منځ یوه احتمالي جګړه ځکه د سویلي کوریا له پاره د اندیښنې خبره ده، چې د دې هیواد پلازمینه سیول، د دواړو کوریا ګانو ترمنځ د وېش کرښې په۵۰ کیلومتري کې پروت دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش، هم ویلي دي چې د شمالي کوریا وروستۍ آزموینه په روښانه توګه د ملګرو ملتونو له اوسنیو اعلامیو څخه سرغړونه ده.

شمالي کوریا د چهارشنبې په ورځ د غندیو يوه بله آزموینه وکړه چې په خبره یې د اتومي سرګلولو د لیږد وړتیا لري. دولتي رسني ویلي دي چې دغه توغندي ۹۵۰ کیلو متره واټن وهلی دی.

«واشنګټن د ویشتو په واټن کې»

امریکايي فزیکدان دیوید وریت، چې د شمالي کوریا د توغندیو او اتومي پروګرام، په اړه څیړنې کوي وایي: «دغه شان یو توغندی د دې وړتیا لري چې تر واشنګټن دي سي. پورې ورسیږي.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګابريل ويلي دي، چې برلین د توغندي دغه آزموینه غندي، او په دې هیواد کې یې د شمالي کوریا سفیر احضار کړی دی.

(m.s/n.z (AP, Reuters, dpa, AFP