1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکايي جنرال: د افغانستان د جګړې بنبست به مات شي

۱۳۹۶ مهر ۲۱, جمعه

د امریکا پوځ د افغان ځواکونو له وړو ډلو سره مرسته کوي، څو په راتلونکې کال کې يې د طالبانو پر ضد لا سختو تهاجمي عملیاتو ته چمتو کړي او په دې ترتیب سره د افغانستان په جګړه کې پرمختګ رامنځ ته شي.

https://p.dw.com/p/2llH4
US-General Joseph Votel
انځور: picture alliance/ZUMA Press/Y. Bogu

د منځني ختیځ له پاره د امریکا متحدو ایالاتو قوماندان جنرال جوزیف وتل، دا خبره تایید کړه چې په افغانستان کې اوس هم د ډیرو کارونو ته اړتیا شته، خو هغه د وضعیت په اړه یو څه خوشبینه وو. دغه امریکايي جنرال روښانه کړه چې هغه اوس د افغانستان په جګړه کې د پخوا په پرتله ډیر مثبت بدلونونه ویني.

هغه وایي چې د وخت په تیریدو سره لا ډیر زاړه افغان قوماندانان یا خو له دندو تقاعد کوي او یا یې هم ځای ځوانان نیسي او په دې ترتیب سره تهاجمي عملیات هم لوړ شوي دي. جوزیف وویل چې د دې هر څه په پایله کې اوس د افغان ځواکونو په منځ کې تلفات هم مخ پر کمیدو دي.

جنرال جوزیف خبریالانو ته وویل: «زه فکر کوم چې موږ اوس هم ډیر غواړو چې په جګړه کې رامنځ ته شوی بنبست مات کړو او دغه ټولې هڅې د همدې له پاره کیږي.»

هغه زیاته کړه: «زه له دې سره د بریا اعلان نه کوم، خو زه فکر کوم ځینې هغه ګامونه چې موږ پورته کړې دي، مثبت دي چې موږ د بنبست د ماتولو پر لور بیایي.»

تیره میاشت امریکایي لوړپوړي پوځي چارواکي جنرال جوزیف دانفورد، د خپل هیواد کانګرس ته وویل چې اوس هم د افغانستان جګړه له یوه بنبست سره مخامخ ده، خو د دفاع وزیر جیم متیس، پیا سناتورانو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان له پاره د امریکا متحدو ایالاتو نوې ستراتیژي به ښې پایلې ولري.

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په وروستیو وختونو کې د افغانستان له پاره خپله نوې ستراتیژي اعلان کړه چې له مخې یې په دې هیواد کې د امریکايي ځواکونو شمیر هم لوړیدای شي. اضافي امریکايي سرتیري به د افغان امنیتي ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي او د جنرال وتل په خبره به هغوی د راتلونکې کال جګړې ته چمتو کړي.

پر دې سربیره به له اضافه سرتیرو څخه په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالاتو د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې کار واخیستل شي چې د داعش او القاعدې پر ضد ترسره کیږي.