1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

اماراتو د افغان پريميرليگ سيالۍ ومنلې

۱۳۹۷ تیر ۶, چهارشنبه

د افغانستان کريکټ بورډ ويلي دي چي د متحدو عربي اماراتو کريکټ بورډ منلې ده چي د افغانستان غوره ليگ سيالۍ دي په اماراتو کي تر سره سي.

https://p.dw.com/p/30N7z
Symbolbild Cricket Ball Schläger und Handschuh
انځور: Fotolia/S.White

د افغانستان کريکټ بورډ له خوا د چهارشنبې په ورځ خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي چي د اماراتو کرکټ بورډ د کرکټ نړيوالې شورا ته په يوه استول شوي لیک کې ويلي دي چې دوی په متحدو عربي اماراتو کې د افغانستان غوره ليګ (APL  ) سیالیو له ترسره کیدو سره هوکړه کړې.

د خبرپاڼي له مخي دغه سيالۍ به د کريکټ د نړيوالې شورا تر منظورۍ وروسته د ۲۰۱۸م کال په اکتوبر میاشت کې په اماراتو کې پيل سي.

د افغانستان کرکټ بورډ سوداګريزي شل اوریزه سيالۍ (APL) د ليګ په لومړي پړاو کې پينځه لوبډلې دي، چې د دواطلبۍ پر اساس به ګټونکو کمپنیو ته ورکړل شي.

په خبرپاڼه کي راغلي دي چي دغه سيالۍ به د اکتوبر میاشتې له ۵ تر ۲۳ نيټې پورې دوام وکړي، چې د افغان لوبغاړو ترڅنګ به نړيوال لوبغاړي هم پکې ولوبول شي.

افغانستان کريکټ بورډ او ټي سي ایم تر منځ  د ۲۰۱۸م کال په اپریل میاشت کې یو تړون لاسلیک شو، چې له مخې به یې ټي سي ایم له افغانستان کريکټ بورډ سره د اې پي ایل له پاره د تطبیقوونکې کمپنۍ په توګه کار کوي.