1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«طالبانو او داعش په ګډه په سرپل کې ملکيان وژلي»

۱۳۹۶ مرداد ۱۶, دوشنبه

افغان چارواکو د دوشنبې په ورځ ویلي چې طالبانو او داعش په ګډه د سرپل ولایت په یوې ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون په لسگونو ملکي کسان وژلي دي. دا په افغانستان کې د داعش او طالبانو تر منځ د همکارۍ یوه نادره پیښه ده.

https://p.dw.com/p/2hoc3
Karte Afghanistan Provinz Sari Pul Englisch
انځور: DW

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې یاغیانو د شنبې په ورځ د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې له ۵۰ څخه ډیر ماشومان، ښځې او نارینه تر هغه وروسته ووژل چې دغه سیمه ېې له ځايي پولیسو ونیوله.

د سرپل ولایت ویاند ذبیح الله اماني، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «دا د طالب جنګیالیو او داعش ګډ عملیات وو. هغوی د افغانستان له نورو سیمو څخه هم جنګیالي راغوښتي وو او د میرزا اولنګ پر کلي یې برید وکړ.»

اماني ویلي دي چې وسلوالو د طالبانو د ځايي قوماندان شیر محمد غضنفر تر قوماندې لاندې په دې سیمه کې عملیات کړي دي. دغه چارواکی ادعا کوي چې قوماندان غضنفر تر دې مخکې له اسلامي دولت ترهګرې ډلې بعیت اعلان کړی وو.

اماني وویل: «جنګیالیو سیمه ونیوله چې پایله یې د بیګناه او بې دفاع ملکي کسانو عام وژنه وه.»

اماني روښانه کړې ده چې ډیر وژل شوي کسان شعیه مسلمانان ول چې په خبره یې یو شمیر په ډزو او یو شمیر نور یې بیا د سر پری کولو له لارې وژل شوي ول.

د فرانسې خبري آژانس لا پر دې نه دی توانیدلی چې د اماني له خوا ورکړل شوي معلومات په خپله په میرزا اولنګ سیمه کې تائید کړي. دې سیمې ته لاسرسي د خرابو لارو او جګړو له کبله ډیر محدود دی.

د سرپل د ولایتي شورا مشر محمد نور رحماني، ویلي دي چې د ۵۰ وژل شویو کسانو له ډلې څخه ۴۴ یې ملکيان دي. هغه دا هم روښانه کړې ده چې په جګړه کې محلي پولیسو ته هم سخته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «د وژل شویو کسانو شمیر ښايي لوړ شي ځکه دغې سیمې ته لاسرسی ستونزمن دی او مخابراتي شبکې هم په کې کار نه کوي.»

طالبان او د اسلامي دولت جنګیالي وخت ناوخته په خپلمنځیو نښتو کې ښکیلیږي. خو کله نا کله بیا دواړه ډلې د افغان حکومت پر ضد لاس سره یو کوي.

یوې امنیتي سرچیني د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې لږ تر لږه په درو مواردو کې اسلامي دولت نومې ډلې او طالبانو یو ځای د افغان حکومت پر ضد جګړه کړې ده: «دا لومړی ځل نه دی چې هغوی سره همکاري کړې ده. د هغوی تر منځ پیاوړي ایډیالوژیک توپیر نه شته نو له دې کبله کله چې دواړو خوا ته یې ګټه وي نو هغوی سره لاس یو کوي.»

د نوموړي خبري آژانس د رپوټ له مخې داعش په وروستیو وختونو د افغانستان پر شعیه مسلمانانو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. دا د دې هیواد په جګړې کې یو نوی اړخ دی. تیره اوونۍ دوو ځانمرګو برید کوونکو د افغانستان په هرات ولایت کې د شعیه مسلمانانو پر مسجد باندې برید وکړو او له ۳۳ څخه ډیر کسان یې ووژل. د برید پړه اسلامي دولت تندلارې ډلې منلې ده.

له بلې خوا بیا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د میزا اولنګ کلي نیول تایید کړي دي خو د فرانسې خبري آژانس ته یې په ټنګار ویلي دي چې دغه کار یې په یوازې سر او د داعش له مرستې پرته کړی دی. مجاهد همداراز د ملکي کسانو د وژلو خبره هم رد کړې ده.

طالبان ډیر وخت په خپلو بریدونو کې پوځي تلفات لوړ او ملکي مرگ ژوبله ټیټه ښيي. خو د ملګرو ملتونو په وروستي رپوټ کې د افغانستان د ملکي تلفاتو د ډیرې لویې برخه پړه د طالبانو په بریدونو باندې اچول شوې ده.