1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

افغان چارواکي: داعش له خپلو ۱۵ جنګیالیو سرونه پریکړې

۱۳۹۶ آذر ۲, پنجشنبه

د یوه افغان چارواکي په حواله داعش په ننګرهار ولایت کې په خپلمنځې جګړه کې له خپلو ۱۵ جنګیالیو سرونه پریکړې دي. په جلال آباد کې بيا د پنجشنبې په ورځ ځانمرګي برید کې لس کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/2o8mO
Symbolbild - Flagge ISIS
انځور: picture-alliance/dpa

په ننگرهار کي د دويچه ويله خبريال د چارواکو په حواله وايي چې په یوه ځانمرګي بريد کي لس کسان وژل شوي او شل نور ټپيان شوي دي. د رپوټ له مخې چاودنه د ځایي پولیسو د هغه قوماندان د ملاتړو پر غونډه شوې ده چې د ځمکې د غیر قانوني غصب له کبله له دندې ګوښه شوی دی.

د پيښې پړه لا کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې او په دې هکله هم کومه نخښه نښانه نه شته چې په جلال آباد کې پر دغه غونډي باندې د برید تر شا د چا لاس دی. د غونډې ګډونوال د دې له پاره راټول شوي ول چې قوماندان بیرته پر خپله دنده وټاکل شي. قوماندان له بریده روغ رمټ وتلی دی.

د جلال آباد ښار د ملکي روغتون یوه ویاند رويترز خبري آژانس ته د اتو کسانو مړینه او د ۱۵ ټپي کیدل تائید کړي دي.

ننګرهار ولایت چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، په یو شمیر ولسوالیو کې یې داعش فعالیت لري. دغه ډله چې له ۲۰۱۵م کال راهیسې یې سر راپورته کړی دی په دغه هيواد کې یوه له خطرناکه یاغي ډلو څخه بلل کيږي.

د ننګرهار د ولایتي ادارې ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي دي، چې د داعش تر منځ په خپلمنځي شخړه کې پنځلس تنه اعدام کړل شوی دي. ويل شوي دي چې دغه پيښه د اچین ولسوالۍ په سرخ آب بازار سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د پیښې په هکله نور جزئیات نه دي په ډاګه شوي او په خپله داعش هم چې ځان ته د «اسلامي دولت» د خراسان څانګه وایي، دغه پيښه نه ده تائید کړې. طالبانو او داعش په ننګرهار ولایت کې څو واري یو د بل پر وړاندې جګړه کړې ده او په دوامداره توګه د امریکا د هوایي بریدونو هدف هم ګرځي.

(رویټرز) س.ر/ ن.ز

زموږ له ارشيف څخه: