شخړي
«افغان ځواکونو د طالبانو پرضد جگړه کي ۱۹ ملکيان وژلي»
۱۳۹۷ تیر ۲۲, جمعهاعلان
د پکتيا ولايت د زورمت ولسوالۍ يوه قومي مشر د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي د پنجشنبې په ماښام افغان امنيتي ځواکونو د وسله والو طالبانو پرضد جگړه کي ۱۳ ملکيان وژلي دي.
هغه ويلي دي چي ټول وژل سوي کسان د يوې کورنۍ غړي دي. ويل سوي دي چي تر پيښي مخکي په دغه کور وسله وال طالبان ننوتلي ول.
بله خوا بيا د ننگرهار ولايت وياند عطاالله کوږياڼي ويلي دي چي په دغه ولايت کي هم د پنجشنبې په ماښام ۶ ملکيان وژل سوي دي. خو هغه د پيښي د څرنگوالي په اړه نور معلومات ورکړي نه دي.
د ملگرو ملتونو په تازه راپور کي بیا هم د افغانستان په جگړه کي د قربانيانو ډيره برخه ملکيان دي. دغه سازمان ويلي دي چي دا څلورم وار دی چي دوی تر ۱۰۰۰۰ زيات وژل سوي او ټپيان سوي ملکيان راجستر کړي دي.
د دغو کسانو زياته برخه د وسله والو طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ جگړو کي وژل شوي دي.