افغان ځانګړو ځواکونو د قیصاري درې ساتونکي وژلي دي
۱۳۹۷ تیر ۱۵, جمعهدا په تیرو درو ورځو کې دویم وار دی چې په فاریاب ولایت کې دغه شان یوه پیښه رامنځ ته کیږي. د فاریاب ولایت وضعیت د ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د پلویانو تر منځ د اختلافاتو څرګندويي کوي.
تر دې مخکې افغان ځانګړو ځواکونو پخپله قوماندان قیصاري، د چهارشنبې په ورخ له ځايي امنیتي چارواکو سره تر یوې لیدنې وروسته نیولی وو. د هغه له نیول کیدو سره په فاریاب ولایت کې له تاوتریخوالي ډګې مظاهرې پیل شوې چې په پایله کې یې یو کس ووژل شو او شپږ تنه نور بیا ټپیان شول. مظاهره کوونکو ځينو دولتي ودانیو ته هم اور ورته کړی وو.
د فاریاب د ولایتي شورا غړو نادر سعیدي او باقي هاشمي، ویلي دي چې دولتي ځواکونو د پنجشنبې په ماښام ناوخته د قیصاري له کوره د وسلو را ايستلو هڅه کوله خو د هغه د ساتونکو له مقاومت سره مخامخ شول. زیاته شوې ده چې په دې پیښه کې درې تنه نور کسان ټپیان شوي هم دي.
چارواکو دا هم ویلي دي چې د جمعې په ورځ هم په فاریاب ولایت کې مظاهرې روانې وې چې سمدستې د قیصاري د آزادۍ غوښتنه کوي. د افغانستان د ملي یووالي حکومت لا وختي له امنیتي ستونزو سره مخامخ دی او له خپل لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، سره یې اختلافاتو ستونزې لا پسي ډيري کړي.
دوستم د ۲۰۱۷م کال له می میاشتې راهیسې په ترکيه کې اوسیږي. پر هغه باندي له خپل یوه سیاسي سیال سره د جنسي تاوتریخوالي ترسره کولو تور لګول شوی دی.