1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

افغانستان نیول شوی سرتیری او پنځه جسدونه پاکستان ته وسپارل

۱۳۹۷ فروردین ۲۷, دوشنبه

د دوشنبې په ورځ د خوست والي وویل چې افغان ځايي اوسیدونکو د خوست ولایت پر پوله باندې په خونړۍ جګړه کې یو ژوندی نیول شوی او د پنځو وژل شويو سرتیرو جسدونه پاکستان ته سپارلي.

https://p.dw.com/p/2w80k
Hinrichtung in Faisalabad, Pakistan 21.12.2014
انځور: picture-alliance/dpa/I. Sheikh

د خوست والي حکم خان حبیبي، په دې هکله وویل چې ژوندی نیول شوی سرتیری او د پاکستاني سرتیرو جسدونه د ګاونډي هیواد پوځیانو ته سپارل شوي دي.

د افغانستان او پاکستان پر پوله باندې دغه شخړه وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې پاکستان غواړي له افغانستان سره په ټوله پوله چې اوږدوالی یې شاوخوا ۲۵۰۰ کیلومترو ته رسیږي، اغزن سیم وغځوي. افغان چارواکو پر پاکستاني ځواکونو باندې د افغانستان خاورې ته د داخلیدو تور لګولی دی چې په خبره یې په پایله کې یې  ځايي قومونه او سرحدي ځواکونه د وسلې پورته کولو ته اړ شوي. تر وسلوالې شخړې څو ساعتونه وروسته، دواړو لورو بیا پر اوربند توافق وکړ.

د پاکستان او افغانستان د ګډې پولې په اوږدو کې وخت نا وخت وسلوالې شخړې رامنځ ته کیږي خو په دې ترڅ کې د یوه سرتیري د نیولو موضوع تازه ده. دا په داسې حال کې ده چې دواړه حکومتونه پر یو بل باندې تورونه پورې کوي چې طالب جنګیالیو ته امن ځایونه برابروي. د خوست په ځاځی میدان ولسوالۍ کې د یوه قومي تړون له مخې په دې سرحدي ولسوالۍ کې میشت ولسونه د خپلو سیمو امنیت په خپله ساتي.

د پاکستان پوځ تر دې وړاندې ویلي وو چې په دې نښتو کې د دوی دوه سرتیري وژل شوي دي او د افغان پوځ یوه قوماندان بیا په نښتو کې د دوو ځايي اوسیدونکو د وژل کیدو خبره کړې وه.