افغانستان د سرو زرو او مسو د استخراج تړون لاسلیک کړ
۱۳۹۷ مهر ۱۴, شنبهد سنټار لمتډ په نامه دغه شرکت ویلي چې دوی هیله لري راتلونکی کال په دوو سیمو کې د څیړنې کارونه پیل کړي. په دې ترتیب سره دغه شرکت به په افغانستان کې د خصوصي سکتور په برخه کې تر ټولو ستر کار ورکوونکي شي.
د کانونو د استخراج او څیړنې له دغه شرکت سره یاد تړون په واشنګټن کې د افغانستان د مالیې وزیر محمد همایون قیومي او د معدنونو او پترولیم وزیرې نرګس نهان په حضور کې لاسلیک شو.
د تړون د لاسلیک پرمهال د سنټار لمتډ په نامه دغه شرکت وویل چې دوی به د بلخاب په نامه د ۵۰۰ کیلومتر مربع په سیمه کې په مسو پسې څیړنې پیل کړي. دغه شرکت همدا راز زیاته کړه چې د سرو زرو په برخه کې د دغه مساحت دوه برابره سیمه په بدخشان ولایت کې موقعیت لري چې سنټار لمتډ به یې د څیړنې کارونه په غاړه ولري.
د سنټار لمتډ په نامه دغه بریتانوی شرکت د ایان هانام په نامه د جي. پي مورګن د مالي شرکت د پخواني مشر له لوري جوړ شوی دی. په دغه شرکت کې امریکايي، بریتانوي او د ګڼ شمیر نورو هیوادونو اتباعو پانګونه کړې ده.
افغانستان په سیمه کې د طبیعي زیرمو او اوسپنې داسې پراخې سرچینې لري چې تر اوسه پورې نه دي استخراج شوي، خو په دې هیواد کې اوږدې جګړې او فساد د افغانستان د کانونو د استخراج په مخ کې لوی خنډ شمیرل کیږي.
په عین وخت کې د ګلوبل ویټنس په نامه د فساد ضد یوه سازمان ویلي چې یو شمیر افغان مدني ټولنو د دغه سترې پروژې د روڼتیا په برخه کې خپلې اندیښنې څرګندې کړي. دغه سازمان د افغانستان د مدني ټولنو په حواله ویلي چې په دې ستره اقتصادي پروژه کې د افغانستان د حکومت یو پخوانی وزیر سهم لري کوم چې د قانون خلاف یو عمل دی. دوی وايي چې په حکومت کې د دغې کچې لرونکی یو کس تر پنځو کلونو پورې د سترو تړونونو د ترلاسه کولو قانوني حق نه لري.
سادات منصور نادري چې د ولسمشر غني په کابینه کې له ۲۰۱۵م کال څخه د روان کال تر جون میاشتې پورې د کور جوړونې او ښاري پرمختګ وزیر وو، اوس په افغانستان کې د سنتر لمتډ د شرکت محلي مشر او سهم لرونکی دی.
د سنټار شرکت اجرائیه رئیس برادلي بارنیټ د دغه اندیښنو په تړاو ویلي چې د دوی شرکت په ۲۰۱۲م کال کې د دغه تړون امتیاز ترلاسه کړ هغه وخت چې نادري وزیر نه وو او نه یې هم کومه حکومتي دنده درلوده. د یاد شرکت په حواله په دې ترتیب سره دوی کوم قانون نه دی تر پښو لاندې کړی.