1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته اخراج شوی افغان مهاجر بیرته آلمان ته پر لار دی

۱۳۹۷ مرداد ۱۷, چهارشنبه

په افغانستان کې د مهاجرت د چارو یوه چارواکي ویلي چې له آلمان څخه په غلطۍ اخراج شوی افغان مهاجر به د راتلونکې یکشنبې په ورځ بیرته آلمان ته ولاړ شي. دغه افغان مهاجر د آلمان له نویبراندنبورګ څخه کابل ته اخراج شوی وو.

https://p.dw.com/p/32qSa
Deutschland Abschiebung von Asylsuchenden nach Afghanistan
انځور: picture alliance/dpa/B. Roessler

په کابل کې د مهاجرت د چارو یوه چارواکي د نوم  نه بربنډیدو په شرط د آلمان خبري آژانس ته وویل چې دغه ځوان افغان مهاجر د چهارشنبې په ورځ له کابل څخه اسلام آباد ته تللی ترڅو د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې آلمان ته د سفر له پاره د دې هیواد ویزه ترلاسه کړي.

افغانستان ته اخراج شوي دغه مهاجر د ۲۰۱۵م کال راهیسې په آلمان کې ژوند کړی. دی د هغو ۶۹ تنو افغان مهاجرینو په ډله کې وو چې د روان کال د جولای میاشتې په ۴ نیټه له آلمان څخه کابل ته په جبري توګه اخراج شوي وو. کابل ته د اخراج شوو ۶۹ مهاجرینو له ډلې څخه یو تن یې په کابل کې ځان وژنه وکړه. پولیسو د دغه اخراج شوي مهاجر جسد کابل ته تر ستنیدو څو ورځې وروسته په یوه هوټل کې وموند.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه پورې له آلمان څخه د ۱۴ مختلفو پروازونو په ترڅ کې افغانستان ته په مجموعي توګه ۳۰۳ رد شوي افغان مهاجرین اخراج شوي دي.

زموږ له آرشیف څخه: