1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

اسفندیار ولي خان: هر څه چې وشي میدان نه پریږدو

۱۳۹۷ تیر ۲۱, پنجشنبه

د عوامي نیشنل ګوند په غونډه کې د ځانمرګي برید په پایله کې وژل شوي کسان خاورو ته وسپارل شول. د هارون بشیر بلور په جنازه کې په زرونو کسانو ګډون کړی وو. عوامي نیشنل ګوند د درو ورځو ویر اعلان کړی.

https://p.dw.com/p/31JlP
Pakistan -  Asfandyar Wali Khan
انځور: Imago/ZUMA Press/PPI

د عوامي نیشنل ګوند په یوه غونډه کې د سه شنبې په شپه هغه مهال ځانمرګی برید وشو چې د ایالتي پارلمان کاندید هارون بشیر بلور په دغه غونډه کې ګډون درلود. کله چې هارون بلور دریځ ته راوبلل شو نو چاودنه وشوه. تر اوسه په چاودنه کې د ۲۱ کسانو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی او ۶۲ کسان نور ټپیان شوي دي.

د دغې پيښې په هکله د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر اسفندریار ولي خان، له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې درې ورځې به ویر کوي او تر هغه وروسته به خپلې انتخاباتي هلي ځلې جاري ساتي.

هغه زیاته کړه چې ترهګر عوامي نیشنل ګوند له میدان څخه ایستل غواړي. د اسفندیار ولي خان په خبره ترهګري دې پر شا ګوزار نه کوي، بلکې مخامخ دې مقابله وکړي: «هر څه چې کیږي میدان نه پریږدو.» اسفندیار ولي خان په خپلو څرګندونو کې دا هم وویل چې په تیرو وختونو کې هم هڅه وشوه چې عوامي نیشنل ګوند له انتخاباتي کمپاین څخه لیرې وساتل شي، خو هغوی په دې کې بریالي نه شول.

Pakistan Haroon Bilour, Awami Partei
د عوامي نیشنل ګوند سیاستوال هارون بشیر بلور، چې په ځانمرګي برید کې ووژل شول.انځور: picture-alliance/Zuma Press/Ppi

په ټول پاکستان کې د سیاسي ګوندونو مشرانو پر هارون بشیر بلور باندې ځانمرګی برید غندلی او د ټاکنو له کمیسیون څخه یې د با امنه او رڼو ټاکنو د تر سره کولو له پاره د اغیزناکو اقدماتو غوښتنه کړې ده. د بیلا بیلو سیاسي ګوندونو مشران، د ګوند ملاتړي او نور مشران د هارون بلور کور ته ورغلي ول.

تر دغه ځانمرګي برید وروسته د چهارشنبې په ورځ د پيښور فضا غمجنه وه. زیاتره بازارونه تړلي او د سوداګرو د اتحادیو په گډون د مدافع وکیلانو اتحادیو د دري ورځني ویر اعلان کړی دی. د عوامي نیشنل ګوند مخکښ سیاستوال افراسیاب خټک او عمومي منشي میا افتخار حسین له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې «د دوی له پاره دغه پيښه د هیرولو نه ده، خو عوامي نیشنل ګوند به د ترهګرو پر وړاندې ټیټ نه شي. د ترهګرو هڅه دا ده چې اې ان پي، له میدانه لیرې کړي خو موږ به د دوي دغې هڅې کامیابۍ ته پرې نه ږدو. په ټاکنو کې به ګډون کوو او له ولسه به دا غوښتنه کوو چې د ترهګرو پر ضد له اې ان پي سره لاس یو کړي.» هغوی د پيښې د ژر څېړلو او ولس ته د حقایقو د وړاندې کیدو غوښتنه هم وکړه.

Pakistan Anschlag in Peschawar
په برید کې وژل شوي یوولس کسان په پيښور کې خاورو ته وسپارل شولانځور: Reuters/F. Aziz

په تیرو پارلماني ټاکنو کې هم پر هارون بشیر بلور باندې برید شوی وو چې په پایله کې یې ۱۷ تنه ووژل شول. د ده پلار بشیر احمد بلور د ۲۰۱۲م کال په دسمبر میاشت کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.

د پیښور د پولیسو مشر قاضي جمیل په وینا «دغه یو ځانمرګی برید وو او بریدګر ترمخه د غونډې په ځای کې موجود وو.» د بمونو د شنډولو د قطعې مشر شفقت ملکي په خبره په دغه برید کې لس کیلوګرامه باروت استعمال شوي. د پيښې د پلټنې له پاره یو ګډ تحقیقاتي ټیم ټاکل شوی دی چې په اوو ورځو کې خپل راپور وړاندې کړي. په پيښور کې امنیتي تدابیر سخت کړی شوی دي او د پيښې په سیمه کې تلاښۍ کیږي.

له بل اړخه د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د پې کې – ۷۸ انتخاباتي حوزې له پاره د ټاکنو د ځنډولو اعلان کړی دی.

فرید الله خان، پیښور