1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیلو په سوریه کې شدیدې بمبارۍ کړي

۱۳۹۶ بهمن ۲۲, یکشنبه

اسرائیلو په پراخه کچه د سوریې د خاورې په دننه کې د دوی په حواله ایراني هدفونه په نخښه کړي دي. دغه پوځي عملیات وروسته له هغې کیږي چې د سوریې د هوايي دفاعي ځواک لخوا د اسرائیلو یوه جنګي جټ الوتکه را نسکوره کړل شوه.

https://p.dw.com/p/2sTYl
Libanon | Reste einer Rakete in Kaoukaba
انځور: Getty Images/AFP/A. Dia

د اسرائیلو لخوا دغه بریدونه وروسته له هغې شوي چې د اسرائیلو په خپله وينا خاورې ته يې ایرانۍ بې پیلوټه الوتکه داخله او د اسرائیلو د پوځ له لورې نسکوره کړل شوه. اسرائیلو دغه پیښې یعنې د اسرائیلو خاورې ته د ایرانۍ بې پیلوټه الوتکې داخلیدو ته د برید نوم ورکړی وو. په دې ترتیب سره دا لومړی ځل دی چې اسرائیل په عام محضر کې د سوریې د کړکیچ د پیل راهیسې په دې هیواد کې پر ایراني اهدافو باندې د برید تائید کوي.

د اسرائیلو د پوځ د یوې اعلامیې په حواله: « ټول ۱۲ هدفونه چې په کې درې د هوايي دفاعي بنسټونه او په سوریه کې د ایران د پوځي بنسټونو پورې تړلي څلور نور هدفونه تر برید لاندې نیول شوي دي.» د اسرائیلو د پوځ ویاند جوناتن کونریکاس ایران او سوریې ته هم خبرداری ورکړی او ویلي يې دي چې دوی له «اور سره لوبې» کوي. نوموړي همدا راز ټینګار وکړ چې د هغه هیواد یعنې اسرائیل هیڅ راز د کړکیچ توندېدل نه غواړي.

د اسرائیلو د پوځ ویاند خبریالانو ته وویل چې: «د تیرو کلونو په ترڅ کې دا د ایران له لوري د اسرائیلو د ځمکنۍ بشپړتیا د ماتولو تر ټولو بې شرمه او جدي پیښه ده.» په ۲۰۱۱م کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې د پیل راهیسې، د تاریخي رقیبانو ایران او اسرائیلو ترمنځ دغې پیښې ته تر ټولو د جدي تقابل په سترګه کتل کیږي.

بل لوري ته بیا د سوریې پوځ او د دوی متحدین د بې پیلوټه الوتکې په واسطه د اسرائیلو د هوايي حریم ماتول ردوي او وايي چې دغه الوتکه په خپل عادي ماموریت بوخته وه او د اسلامي دولت یا داعش ډلې په هکله یې استخباراتي معلومات راټولول.

د دې تقابل نتیجه کې د اسرائیلو یوه ایف۱۶ ډوله جټ الوتکه احتمالاً د سوریې د ډزو ښکار شوې چې له امله یې یاده الوتکه د اسرائیلو په خاوره کې نسکوره شوه. یوه اسرائیلي چارواکي د رویترز خبري آژانس ته د پیښې په تړاو ویلي چې جت الوتکه ویشتل شوې. د الوتکې دوه پیلوټان له نسکوریدو جوړ وتلي او د ټپونو له پاره یې درملنه روانه ده.

په عین وخت کې د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوتریش پر ټولو لورو غږ کړی چې له «زغم څخه کار واخلي» او د کړکیچ یا زورزیاتي د آرامه کولو له پاره عاجل او له قید او شرط پرته کار وکړي.

نوموړي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټینګار کړی چې سوريايان د «تيرو اوو کالو راهيسي د روان بحران هغه تر ټولو تاوتريخوالي ډکي مرحلې» څخه تيريږي.
نتنیاهو او پوتین پر پوځي اقداماتو غږیدلي

د انترفاکس په نامه روسي خبري آژانس د کرملین په حواله رپوټ ورکړی چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د سوریې د روان کړکیچ په هکله تلیفوني خبرې کړي. انترفاکس په خپل رپوټ کې ویلي چې: «دواړو [مشرانو] د اسرائیلو د پوځ د عمل په تړاو چې په سوریه کې یې پر ځینو هدفونو توغندي ویشتلي، د روان حالت په هکله خبرې کړي.»

په دې خبرو کې پوتین اسرائیلي لومړي وزیر نتنیاهو ته ویلي چې په سیمه کې د نوي [پوځي] تقابل د رامنځ ته کیدو د مخنیوي له پاره هر راز اقداماتو ته اړتیا وه.
په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم له ټولو خواوو د زغم غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې «دا د منلو وړ نه دي چې په سوریه کې د روسي سرتیرو ژوند او امنیت ته ګواښ» رامنځ ته شي.

Russland Netanjahu trifft Putin
انځور: picture-alliance/dpa/Sputnik/S. Guneev

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ ۱۰مه نېټه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «موږ د سوریي او د سیمې د نورو هیوادونو د ځمکني تمامیت له پاره له قید او شرط پرته احترام اړین ګڼو.» په اعلامیه کې همدا راز زیاته شوې چې دا په بشپړه توګه د منلو نه دي چې په سوریه کې د شته روسي سرتیرو ژوند او امنیت ته ګواښ جوړ شي، کوم چې د [سوریې] د حکومت په قانوني غوښتنه دې هیواد ته تللي چې له ترهګرو سره په مبارزه کې ورسره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې نتنیاهو په دې هڅه کې دی چې روسیه دې ته وهڅوي چې اسرائیل ته نږدې د ایران حضور محدود او همدا راز په سوریه کې د ایران پوځي مداخلې ته داخلیدل بند کړي.

د سوریې دولتي تلویزیون بیا ویلي چې د دوی هوايي دفاعي ځواکونو دمشق ته څیرمه د اسرائیلو هوايي بریدونو ته ځواب ویلی دی. دغې رسنۍ ویلي چې د شنبې په ورځ پلازمینې دمشق ته څیرمه په ریف کې د چاودنو غږونه اوریدل شوي دي. په بریتانیا کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان هم د هوايي بریدونو پخلی کړی دی.

ایران: اسرائیل دروغ وايي
د دې ټولو سربیره ایران بیا د اسرایئلو بریالی برید رد کړی او هغه یې دروغ ګڼلی. ایران ویلي چې د اسرائیلو د هوايي بریدونو په ځواب کې سوریه د ځان د دفاع حق لري.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمي ویلي چې د دې له پاره چې په سیمه کې خپل جرمونه پټ کړي، اسرائیلي چارواکي په نورو هیوادونو پسې دروغ ویلو ته مخه کوي. قاسمي زیاته کړې چې ایران په سوریه کې پوځي حضور نه لري او یوازې یې د سوریې د حکومت په غوښتنه دې هیواد ته پوځي سلاکاران استولي دي.

Iran Bahram Ghasemi neuer Sprecher des Außenministeriums in Teheran
انځور: ILNA


د سوریې د متحدینو لکه روسیې او لبناني وسلوالې ډلې حزب الله سره په ګډه ایران هم ګډه  اعلامیه خپره کړې چې پکې د بې پیلوټه الوتکې په هکله تورونه رد شوي دي.

بل لوري ته بیا متحده ایالاتو د سوریې په خاوره کې د اسرائیلو د هوايي برید په تړاو د اسرائیلو ملاتړ ته را دانګلي. د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیتر نویرت د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چي: «متحده ایالات د اسرائیلو په پوله د را ولاړ شوي کړکیچ له امله په ژوره اندیښنه کې دی او په قوي توګه د اسرائیلو د خپل ځان د دفاع د حق ملاتړ کوي.»

په تخنیکي توګه اسرائیل له سوریې سره په جګړه کې دی. اسرائیلو د ګولان هسکه ستراتیژکه سیمه په ۱۹۶۷م کال کې د شپږ ورځنۍ جګړې پرمهال نیولې او بیا یې وروسته د خپلې ځمکې خاوره ګرځولې.

پر ورته موضوع یو انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: