1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا کې تر ټولو ډير مهاجر له آلمانه اخراج شوي

۱۳۹۶ آذر ۵, یکشنبه

د یو رپوټ په حواله، آلمان په اروپايي هيوادونو کې د سر هيواد دی چې تر ټولو زيات رد شوي مهاجر يې اخراج کړي دي. دغه هيواد د ارقامو له مخې، د روان کال په نهو لمړيو مياشتو کې لږ تر لږه ۳۹ زره مهاجر له دغه هيواد څخه وتلي دي.

https://p.dw.com/p/2oH8M
Deutschland Polizeieinsatz in Mecklenburg-Vorpommern
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان خبري آژانس (ډي. پي. اې) د «نويه اوسنابروکه څايتونګ» له قوله ليکي چې آلمان د اروپا په کچه د سر هيواد دی چې په کې تر ټولو زيات شمير پناه غوښتونکو د پناه غوښتنې رد شوي او له دغه هيواد څخه وتلي دي.

د ۲۰۱۷م کال په لمړيو نهو مياشتو کې آلمان څخه د اخراج شويو مهاجرو او هغو افراد چې په خپله خوښه له دغه هيواد څخه وتلي دي، شمير يې تر هغه څه لوړ دی کوم چې بايد له دغه هيواد څخه وتلي وی.

د دغه رپوټ پر اساس، د روان کال د جنورۍ مياشتې نيولې تر سپتمبر مياشتې پورې شاوخوا ۳۹ زره هغه مهاجر له آلمان څخه وتلي دي چې د پناه غوښتنې يې رد شوې وې.

دوی په داسې حال کې له آلمان څخه وتلي دي، چې د آلمان دولت د ورستيو پريکړو له مخې د ۳۵ زره پناه غوښتونکو د اخراج حکمونه حتمي سوي ول.

آلمان دولت دغه ارقام د آلمان په مرکزي پارلمان (بوندستاګ) کې د کيڼ اړخ پارلماني ډلې د يوې غوښتنې په ځواب کې وړاندې کړي دي.

دغه ارقام ښيي چې آلمان د مهاجرو د اخراج په برخه کې تر ټولو اروپايي هيوادونو وړاندې دی.

(dpa)