1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا ته د مهاجرت پر لار د مړو سږنۍ شميره تر ۳۰۰۰ اوښتی

۱۳۹۶ آذر ۹, پنجشنبه

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمشنرۍ له خوا تازه خپاره شوي ارقام ښيي چې سږ کال اروپا ته د مهاجرتونو پر مهال ۳۰۹۶ تنه مړه يا ورک شوي دي. اروپايي او افريقايي مشران د مهاجرتونو د مخنيوی پرلارو چارو غور کوي.

https://p.dw.com/p/2oTck
Libyen Tote Flüchtlinge an der Küste nahe Zawiya
انځور: picture-alliance/AP Photo/IFRC/M. Karima

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ اټکل کوي چې د ۲۰۱۷م کال له پيل څخه د نوامبر مياشتې تر ۲۷مې نيټې پورې ۳۰۴۹ تنه مهاجر اروپا ته د سفرونو پرمهال مړه او یا ورک شوي دي. ډيری دغه کسان له افريقايي هيوادونو څخه دي. ياد سازمان په دې باور دی چې له دې ډلې څه باندې ۲۷۰۰ تنه یې يوازې د مديترانې سمندرګي په اوبو کې اورپا ته د اوښتو پر مهال ډوب يا ورک شوي دي. د دغه سازمان په وينا، پر دې ټولو سربيره د اروپا پر لور د مهاجرتونو لړۍ اوس هم ادامه لري او اروپا ته د مهاجرت کړکيچ به په یوه وار سره ختم نه شي.

اوس مهال له افريقا، منځني ختيځ او ځينو اسيايي هيوادونو څخه اروپا ته غيرقانونی مهاجرتونه تر ډيره له سمندري لارو کيږي. تر آژه سمندرګي وروسته، تر ټولو زيات مهاجر د مديترانې سمندرګي له لاري اروپا ته رسيدلي دي.

دغه سمندرګي ته وروسته له هغې د انساني قاچاقبرانو پام لا زيات شو، چې د ۲۰۱۶م کال په مارچ مياشت کې د اروپايي ټولنې او ترکيې ترمنځ د مهاجرو په برخه کې تړون لاسليک شو.

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ په حواله، د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د مديترانې سمندرګې له لارې څه د پاسه ۱۰۵زره مهاجر اروپا ته رسيدلي دي، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۶م کال کې پر دغې لاري ۳۲۶ زره مهاجر اروپا ته رسيدلي ول. په دغه کال کې تر ټولو زيات شمير یعنې ۵۰۹۶ مهاجر پر لاره مړه شول.

په ورستيو مياشتو کې د تورې بحيرې له لارې هم اروپا ته د مهاجرتونو رپوټونه ورکړل شوي دي. ويل کيږي چې مهاجر له دغي لاري لومړی رومانيا او بيا له هغه ځايه د خپلې خوښې نورو اروپايي هیوادونه ته ځانونه رسوي.

د اروپايي اتحاديې مشران اوس د افريقايي هيوادونو له مشرانو سره داسې ګډې هڅې پيل کړي دي چې په راتلونکې کې يې د دغه شان مهاجرتونو مخه نیولي وي.

په پام کې ده چې د پنجشنبې په ورځ (د نوامبر ۳۰مه) د دواړو لورو مشران د عاج ساحل په پلازمينه کې يوه غونډه ولري. د مهاجرتونو پر وخت د انسانانو د مړيني مخنيوی به د ابيجان په غونډه کې د بحث اصلي موضوع وي.

خو له دغو ټولو حالاتو سره سره د اروپايي اتحاديې د کميسيون مشر جان کلود يونکر، له دويچه ويله سره په يوه تازه مرکه کې ويلي دي چې اروپا بايد مهاجرو ته قانوني لاري خلاصې پريږدي، خو هغه په عین وخت کې د سمندري خطرناکو لارو پر بنديدو او کنترول ټينګار کوي.

AG(K.S/N.Z(

زموږ له ارشيف څخه: