1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي ټولني پر خپلو څو غړو په محکمه کي دعوه کړې ده

۱۳۹۶ آذر ۱۷, جمعه

له هغه وروسته چي ډیرو هيوادونو د اروپا په محکمه کي د مهاجرو د ويش پرضد دعوه وکړه، اوس د اروپايي ټولني کمیسارۍ پر هغوی باندي په محکمه کي دعوه وکړه، ترڅو دغه ویش عملي کړي.

https://p.dw.com/p/2ozgQ
Flüchtlinge am kroatisch-slowenischen Grenzübergang Harmica Rigonce
انځور: picture-alliance/PIXSELL

اوس باید پولینډ، هنگري او چک جمهوریت د هغوی د دې کار په سبب چي د مهاجرو د وېش ټاکل سوې ونډه نه مني، د اروپا په محکمه کي جواب هم ووايي. د اروپايي ټولني کمیسارۍ د پنجشنبې په ورځ په لوکسامبورگ کي محکمې ته په خپلو دلایلو کي ویلي دي چي دغه درې هیوادونه د ۲۰۱۵م کال د سپټمبر میاشتي فیصله نه مني. هغه مهال پريکړه سوې وه چي له یونان او ایټالیا څخه مهاجر د اروپايي ټولني پر غړو هيوادونو ووېشل سي.

د اروپايي ټولني د کمیسارۍ مرستیال فرانس تیمرمن وویل چي دا به «د دغو درو غړو هيوادونو له پاره حیرانوکې خبره نه وي.» ځکه چي بروکسل تل وارسا، بوداپست او پراگ ته له هغه څخه خبرداری ورکړی دی او په دوبي کي یې هم ورباندي د تړون د نه مراعتولو په سبب یوه پروسه پيل کړې وه.

ددغي پروسې په هکله په اوسنۍ اقامهء دعوی کي يادونه سوې ده. که څه هم د تړون نه مراعتول او ترپښو لاندي کول د غړو هیوادونو له خوا اکثره وختونه تکراریږي، خو بیا هم هغه محکمې ته د اوسنۍ اقامهء دعوی سره ضمیمه سوې ده.

که د اروپا يي ټولني محکمه کمیسارۍ ته حق ورکړي او دعوی یې ومني، بیا نو دغه درې هیوادونه مکلف دي چي هغه عملي هم کړي. که یې عملي نه کړي، بیا به نو د یوې بلي پروسې له لاري ورباندي لوړي جریمې وضع سي.

کله چي په ۲۰۱۵م کال کي د مهاجرو لويي څپې اروپا ته رارواني وې او یو بحران رامنځته سو، نو د اروپايي ټولني د کورنیو چارو وزیرانو فیصله وکړه چي باید تر۱۶۰۰۰۰پوري مهاجر، تر ټولو دمخه له یونان او ایټالیا څخه د اروپايي ټولني پر نورو غړو هيوادو باندي ووېشل سي.

که څه هم په دغه منځ کي د هغوی تعداد راکم سوی دی، ځکه چي اروپا ته نور ډیر مهاجر نه راځي، خو په جولای میاشت کي پولینډ ته له ځانگړو سوو ۶۱۸۲ مهاجرو څخه یې بیا هم یو مهاجر نه دی منلی. هنگري چي هم باید۱۲۹۴مهاجر منلي وای، یو هم نه دی اخیستی او د چک جمهوریت له۲۶۹۱مهاجرو څخه یوازي دوه کسان منلي دي.

EPD,dpa (Q.N/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: