1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپايي سرمشريزه د مهاجرت مخنيوی غواړي

۱۳۹۶ مهر ۲۶, چهارشنبه

د پنجشنبې په ورځ پېلېدونکي د اروپايي اتحاديې د سرمشريزي مهمه موضوع به مهاجرت وي. یاده اتحاديه د غير قانوني مهاجرت پر ضد مبارزه پياوړې کول غواړي.

https://p.dw.com/p/2m4hk
Flaggen der EU
انځور: picture alliance/dpa/J. Kalaene

د اروپايي اتحادي سرمشريزه چي د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر ۱۸مه نېټه) پېلېدونکې ده. د دغې سرمشريزي د وروستۍ اعلاميې په مسوده کي د غيرقانوني مهاجرت د مخنيوي مبارزې د تقويه کولو پر اړتيا ټينګار سوی دی.

د يادي مسودې يوه کاپي د پروتستانت خبري آژانس سره هم موجوده ده. ويل سوي چي په ياده مسوده کي راغلي چي «ټول اړونده اروپايي سياستوال، اوزار او امکانات» بايد د دې له پاره په کار واچول سي چي د غيرقانوني مهاجرت مخنيوی وسي. په اعلاميه کي زياته سوې ده چي ټول امکانات بايد د دې له پاره هم په کار واچول سي چي هغه مهاجر چي په اروپا کي د پاتېدو حق نه لري، ژر تر ژره خپلو هيوادونو ته ولېږدول سي.

د فشار آله «تجارت»

په يادو امکاناتو کي يو امکان «تجارت» بلل سوی دی چي په مرسته يې پر هغو په اقتصادي توګه شاته پاتو هيوادونو فشار راوړل کيدلای سي چي د مهاجرت په تړاو د اروپايي اتحاديې د تګلارې په پلې کيدو کي همکاري وکړي.

د پنجشنبې او جمعې په ورځ تر سره کېدونکې د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو د دولتي او حکومتي مشرانو په غونډه کي به مهاجرت له مهمو موضوعاتو څخه يوه وي. د دغې سرمشريزي په پای کي وړاندي کېدونکې اعلاميې په مسوده کي راغلي دي چي د اروپايي اتحاديې د بهرنيو پولو سخت امنيت نيولو زياته ګټه رسولې ده. د اعلاميې د مسودې د متن له مخي ګټه په دې وجه چي د مهاجرت بهير کم سوی او په سمندر کي د ډوبېدونکو انسانانو شمېر هم ډير راټيټ سوی دی. اروپايي اتحاديه غواړي چي د مهاجرت د بحران په تناظر کي د خپل سياست په پلي کولو کي له ترکيې سره خپلي همکارۍ ته ادامه ورکړي.

شخړيز موضوعات

خو په مسوده کي د اروپايي اتحاديې د غړو تر منځ شخړيزو موضوعاتو ته ډېر کم ځای ورکول سوی دی. دغه شخړيز موضوعات د مهاجرت په تړاؤ د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو په قوانينو کي توپير او د دغو توپيرونو د له منځه وړلو له پاره وړانديزونه او په هم دې شان د مهاجرو د ويش سيسټم دی. پر يادو موضوعاتو د پردې تر شا هم خبري اتري ادامه لري، څو پرې سلا سي.

د اروپايي اتحاديې د پلوماتان غواړي چي د اعلاميې په مسوده کي د دې له پاره ضرب الاجل وټاکي چي د هلو ځلو له لاري پر شخړيزو موضوعاتو تفاهم رامنځ ته سي. په دې توګه هغوی غواړي چي پر غړو هيوادونو فشار زيات کړي چي ژر تفاهم ته سره ورسيږي.

زموږ له ارشيف څخه: