1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان په کولن کې یو ستر جومات پرانیزي

۱۳۹۷ مهر ۷, شنبه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان آلمان ته د خپل رسمي سفر پرمهال غواړي د آلمان په کولن ښار کې د «دیتیب» نومي سازمان يو ستر مرکزي جومات پرانیزي. په آلمان کې پر دغې ټولنې او جومات باندې انتقادونه شوي.

https://p.dw.com/p/35hOJ
Deutschland Tag der offenen Moschee | Zentralmoschee in Köln-Ehrenfeld
انځور: picture alliance/dpa/R. Jensen

«دیتیب» یا په دینې چارو کې د ترکیې – اسلامي ټولنه، په آلمان کې د جوماتونو تر ټولو ستره ټولنه شمیرل کیږي. د کولن د ستر جومات سربیره، په آلمان کې شاوخوا ۹۰۰ جوماتونو د دغې رسمي ټولنې تر چتر لاندې دي او شاوخوا ۸۰۰ زره غړي لري. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې په دوه ورځني سفر اوس په آلمان کې دی، ټاکل شوې د شنبې په ورځ «د ۲۰۱۸م کال د سپتمبر میاشتې په ۲۹مه نیټه» د آلمان په کولن ښار کې دغه ستر جومات پرانیزي.

په آلمان کې د جوماتونو ټولنه او له ترکیې سره د دوی مستقیمه اړیکه

په آلمان کې د جوماتونو د ټولنې اړیکې له ترکیې سره ډیرې قوي دي. د آلمان د پارلمان د علمي خدماتو بنسټ د دغه ټولنې په هکله لیکلي دي: «دیتیب د خپلې اساسنامې په حواله، له «دیانت» یا په مذهبي چارو کې د ترکیې له رایاست سره چې په آنقره کې دی، اړیکه لري.»

په مذهبي چارو کې د ترکیې د دولتي ریاست یا «دیانت» له لوري له ترکیې څخه آلمان ته د دیتیب د مسجدونو ټولنې ته د ګمارل شوو امامانو مصارف، په آلمان کې د ترکیې د قونسلګریو له لارې دوی ته د دوی د پاتیدو د مودې په ترڅ کې ورکول کیږي. د دیانت په نامه دغه دیني بنسټ د هغو دیني امامانو په لارښونه عمل کوي، چې تر ډیره پورې د ترکیې د حکومت پلوي دي.

Deutschland DiTiB-Moschee in Stuttgart
انځور: picture alliance/dpa/D. Naupold

په آنقره کې د پردې تر شا بانفوذه کسان

دیانت په اصل کې په ترکیه کې د دیني چارو له پاره یو دولتي بنسټ دی چې په مسقتیمه توګه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان تر فرمان لاندې فعالیت کوي. دغه دیني بنسټ په ۱۹۲۴م کال کې د کمال اتاتورک په دوران کې پرانیستل شو او د اوږدې مودې راهیسې د منځلارې اسلام د تفسیر کوونکي بنسټ په توګه پیژندل کیدو او په عین وخت کې د ترکیې د زیاترو وګړو له لوري یې پراخ ملاتړ او هرکلی هم کیدو.

خو په وروستیو کلونو کې د دیانت بنسټ په منځلارې تګلارې کې تر نورو وړاندې د رجب طیب اردوغان او د عدالت او پراختیا په نامه د نوموړي د محافظه کاره ګوند تر اغیز وروسته، دیر توپیر راڅرګند شوی دی. نن ورځ په انقره کې دغه ستره دیني اداره، شاوخوا ۱۲۰ زره کارکوونکي لري. د دغو کسانو دندې د نورو فعالیتونو سربیره، په ترکیه کې د شاوخوا ۸۵ زره جوماتونو کې د جمعې په ورځ د خطیبانو د خطبو د متن مسؤليت په غاړه لري. د دیانت کلنۍ بودیجه تقريبا يو مليارد يورو ده چي دغه بوديجه د بهرنیو چارو او کورنیو چارو د وزارتونو له بوديجې څخه زیاته ده.

د «دیانت» د نفوذ له کبله په آلمان کې پر دیتیب باندې انتقادونه

په عین حال کې په وروستیو کلونو کې د دیانت د بنسټ د نفوذ له کبله په آلمان کې دیتیب له ګڼ شمیر انتقادونو سره مخ شوې ده. په ۲۰۱۸م کال کې وروسته له هغې چې ترکیې د سوریې په شمال باندې یرغل وکړ، د دیانت د بنسټ له مشر څخه وغوښتل شو څو په جوماتونو کې د ترکیې د بریا له پاره دعا وغوښتل شي. تر دې وروسته، په آلمان کې د دیتیب له جوماتونو څخه هم داسې ویډیوګانو را بهر شوې، چې پکې ماشومان لیدل کیږي چې په یونیفورم کې دعا کوي. په ویډیو ګانو کې داسې ښکاري چې دغه ماشومان ښوونځي ته د تګ له عمر څخه کوچني وو.

DITIB-Zentralmoschee, Köln
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Meissner

سربیره پر دې د ۲۰۱۷م کال په اوړي کې دیتیب د آلمان په کولن ښار کې د اسلامپاله ترهګرۍ پر ضد په یوه لاریون کې له ګډون څخه ډډه وکړه. دغه لاریون په آلمان کې د مسلمانانو د ټولنې له لورې راغوښتل شوی وو.

دغه حقیقت چې د دیتیب داخلي جوړښت په ترکیه کې له پیښو څخه څومره اغیزمنیږي، په ترکیه کې د ۲۰۱۶م کال د اوړي تر ناکامې کودتا وروسته روښانه شو. د دیتیب پر ملاامامانو تور ولګول شو چې احتملا دوی په آلمان کې د مذهبي واعظ فتيح الله ګولن له پاره جاسوسي کړې ده. تر دې تورونو وروسته، د آلمان د اساسي قانون د ساتنې کورنۍ استخباراتي ادارې د ۱۹ امامانو په هکله خپلې پلټنې پیل کړې.

د ترکیې حکومت د ناکامې کودتا فتيح الله ګولن ته راجع کوي. په همدې وروستیو وروځو کې په دې هکله یو بل منفي خبر هم خپور شو. د  وي. ډي. آر، ان. ډي. آر په نامه آلماني تلویزیوني چینل او د زود دویچه څایتونګ په نامه آلمانۍ ورځپاڼې رپوټ خپور کړ چې د آلمان داخلي استخباراتي سازمان دیتیب سازمان تر خپل څار لاندې نیولی دی.

Deutschland Eröffnung DITIB Moschee in Köln
انځور: DW/C. Bleiker

دا په داسې حال کې ده چې اردوغان همدا نن ورځ «د ۲۰۱۸م کال د سپتمبر میاشتې په ۲۹ نیټه» په کولن ښار کې دی او په آلمان کې تر ټولو ستر جومات پرانیزي. د تازه رپوټونو په اساس سلګونه کسان په کولن ښار کې د رجب طیپ اردوغان د راتګ پر ضد راټول شوي دي. تر دې وړاندې د جمعې په شپه زرګونو کسانو د آلمان په پلازمینه برلین کې هم د اردوغان د راتګ پرضد لاریون وکړ.