1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان: د عصري ترکيې لومړنی سلطان

۱۳۹۷ تیر ۱۷, یکشنبه

سبا د جولای پر ۹ نیټه به په ترکیه کي رسمأ ریاستي سیسټم نافذ سي. په دې ډول سره به نو جمهوررييس رجب طيب اردوغان دومره ډیر صلاحیتونه پلاس راوړي، چه تر ده دمخه بل هیڅ سیاسي رهبر نه درلوده.

https://p.dw.com/p/312ml
Recep Tayyip Erdogan
انځور: picture -alliance/AP Photo/B. Ozbilici

د ۲۰۱۸ عیسوي کال د جولای پر ۹ نیټه، یعني سبا به اوسنی جمهوررييس رجب طيب اردوغان په پارلمان کي لوړه وکړي. په دې ډول سره به نو ترکیه د پارلماني سیسټم څخه رسمأ ریاستي سیسټم ته ورواوړي. د هغه راهیسي چي د حکومتي ګوند AKP مؤسس او رهبر، یعني اردوغان د خلگو په کومک اروپايي ټولني ته د ورشاملیدلو خبري اتري شروع کړې، فقط ۱۳ کاله تیریږي. په هغه وخت کي داسي معلومیدله، چه دموکراسي، د بیان ازادی او ټولنیزه سوله او رضاییت په ترکیه کي د پرمختگ په حال کي ده. خو اوس د کلونو په تیریدو سره داسي معلومیږي، چه هغه په مخ پرډیریدونکي ډول سره د اسلامي افراطیت، نشنلیزم او مطلق العنانۍ پر خوا روان دی او په بې مثاله ډول سره غواړي ټوله قدرت انحصار کړي. د ریاستي سیسټم په رامنځته کیدو او پارلماني سیسټم په له منځه وړلو سره به دئ په یوازي سر سره پر حکومت او اجراييه ارگان باندي قدرت او صلاحیت ولري. د همدغه سیسټم په چوکاټ کي د صلاحیتونو پر بنأ کولای سی د قضايی ارگان غړي او قاضیان پخپله وټاکي او کولای سي قضايي سیسټم کنټرول کړي.

د فرانسې او امريکا متحده ايالاتو سره هیڅ شباهت

د استانبول د سبانسي د پوهنتون د سیاسي مرکز څخه اېرسین کالای چویلگلو وايی، چي تر اوسه پوري لا پوره معلومه نه ده، چه نوی سیسټم به دقیقأ څشي تغیر کړي: «تر اوسه پوري فقط د نوي سیسټم د اساساتو په باب زموږ سره خبري سوي دي. ځکه نو نه عامه ذهنیت او نه هم علمي تأسیسات د هغه له دقیقو جزییاتو څخه خبر دي.»

Türkei Istanbul Putschversuch Jahrestag
انځور: picture alliance/AP Photo/E. Gurel

اردوغان په تکرار سره تاکید کوي، چه نور دموکراتیک سیسټمونه هم رياستي سیسټم لري. خو د ترکيې نوئ رياستي سیسټم په ښکاره ډول د امريکامتحده ايالاتو او یا فرانسې د رياستي سیسټمونو سره تفاوت لري. د مثال په ډول د امريکا په متحده ايالاتو کي جمهوررييس ددې صلاحیت نه لري، چي پارلمان منحل کړي، خو ددې برعکس بیا اردوغان کولای سي، پارلمان منحل او نوي انتخابات اعلان کړي. په فرانسه کي پارلمان ددغه هیواد د اساسي قانون د محکمې اعضاوي تعینوي، چه د نوي رياستي سیسټم په رامنځته کیدو سره دا صلاحیت هم په ترکیه کي نور جمهوررييس اردوغان لري.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:(  16.07.2016 )