1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکیې او اروپا ترمنځ د مهاجرت توافق ښه پرمخ روان دی

۱۳۹۶ مرداد ۳, سه‌شنبه

د اروپايي ټولنې له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو د څانګې یو لوړپوړی چارواکی یوهانس هان وايي چې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځ د مهاجرت پر سر شوی توافق په ښه توګه عملی کیږي او د دواړو لورو ترمنځ اړیکې په ښه لور روانې دي.

https://p.dw.com/p/2h7dk
Symbolbild Aufhebung Visumspflicht für türkische Staatsbürger
انځور: Getty Images/C. McGrath

د اتریش یوهانس هان دغه څرګندونې د جولای میاشتې په ۲۵ نیټه د سې شنبې په ورځ د «او. آر. ایف» په نامه له یوې رادیو سره کړي. دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې آلمان ویلي وو چې د اروپايي ټولنې او ترکیې ترمنځ د شوي توافق له امله ترکیې ته د پیسو د ورکړې لړۍ ځنډیلې ده.

د کابو درې میلیارد یورو د مرستې په بدل کې ترکیې په داسې اقداماتو لاس پورې کړ چې له امله یې په منځني ختیځ او افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالي له امله اروپا ته د تلونکو مهاجرینو شمیر کم شي.

هان په دې هکله زیاته کړه چې د اروپايي ټولنې او ترکیې ترمنځ د مهاجرینو پر سر په شوي توافق کې کومه ستونزه نه وینم او دا څه کار کوي.

Griechenland Ankunft Syrische Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Giannakouris

ټاکل شوې چې یوهانس هان او د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره فیدریکا موګیرني به د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو سره نن وویني. دا په داسې حال کې ده چې د برلین او آنقرې ترمنځ د تیرې یوې مودې راهیسې اړیکې ترینګلي شوي او په دې ورځو کې دواړو هیوادونو پر یو بل باندې د «نه منلو وړ چلن کولو» تور پورې کړی دی.

په عین وخت کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي چې که چیرته اروپايي ټولنه د ترکي اتباعو له پاره دې ټولنې ته پرته له ویزې د تګ راتګ آسانتیا برابره نه کړي، نو د آنقرې حکومت اړ کیږي چې له دې ټولنې سره د مهاجرینو پر توافق نامې له سره کتنه و کړي او یا یې هم د ځنډولو پریکړه وکړي.

پر ورته موضوع یو انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: