1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتريش په خپلو سرحدونو کې د ګزمې تمرینونه پیل کړي

۱۳۹۷ تیر ۶, چهارشنبه

اتريش په خپلو سرحدونو کې په لوړه کچه د حفاظتي اقداماتو خبر ورکړی. د اتريشي چارواکو په حواله دغه اعلان یې د مهاجرت په اړه د آلمان د سخت دریځه سیاست او د اروپایې ټولنې په تګ لاره کې د ممکنه بدلون په غبرګون کې کړی دی.

https://p.dw.com/p/30MzC
Österreich Grenze - Grenzschutzübung Proborders
انځور: picture-alliance/dpa/R. Schlager

اتريش د سه شنبې په ورځ په خپلو سرحدونو کې د پولیسو او پوځ د ګډې ګزمې د تمرینونو د پیلولو اعلان کړی دی. د اتريشي چارواکو په حواله دغه ګام یې د مهاجرو په مسئله کې د آلمان حکومت د مخ پر سخت کیدونکي دریځ په ځواب کې اخيستی دی.

د اتريش مرستيال لومړي وزير هائنس کريستيان شتراخه (د ښی اړخه ګوند فریډم پارټي غړی) تیره ورځ له «بیلد» آلمانۍ ورځپاڼي سره په مرکه کې ویلي ول چې د سه شنبې په ورځ(د جون میاشتې ۲۶) به ډیر پولیس او عسکر د ګزمې تمرينونه وکړي. په دې ترڅ کې د «پوما پولیسو د سرحدي حفاظت نوی واحد» هم معرفي شو.

شتراخه زیاته کړه: «د سلوانیا او اتريش په سرحد کې له دې مشقونو سره موږ غواړو د هر ډول ممکنه بدلون له پاره ځان اماده کړو او تر څنګ یې دا پیغام هم ورسوو چې اوس به تر ډیر وخته پورې نور نو د ۲۰۱۵م کال په څیر په سرحدونو کې نرمي نه کیږي او له دې ځایه به د آزادانه تګ راتګ مسیر نه وي. د دغو مشقونو ترسره کیدل د اروپا د داخلي سرحدونو د بندولو د بحث په پایله کې اړين وبلل شول، کوم چې پيل یې آلمان کړی وو».

د اتريش لومړي زویر سباستیان کورڅ، وویل: «موږ به په هر صورت د خپلو سرحدونو حفاظت کوو او هر ډول تیاری به ولرو. دا په دې معنی چې له ایټالیا سره د برینیر پر سرحد به کنترول سخت شي او تر څنګ به یې په نورو ډیرو سرحدي سیمو کې هم ګزمې او کنترول بهتره کړای شي».

کورڅ وویل هغه غواړي چې له اروپايي ټولني سره همکاري وکړي او نه غواړي چې خبره تر دې ځایه ورسیږي. د اتريش لومړي وزیر وویل چې په دې برخه کې تر ټولو لومړيتوب باید اروپایې اتحادیې ته د غیرقانوني مهاجرو د راتګ د مخنيوي موضوع ته ورکړل شي، چې په خبره یې په دې صورت کې به د داخلي سرحدونو بندولو ته ضرورت نه پيښیږي.