1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتريش: پر برقع بنديز عملي شو

۱۳۹۶ مهر ۱۰, دوشنبه

په اتريش کې د مخ پر بشپړ حجاب د بندیز قانون د اکتوبر له لومړۍ نيټې څخه عملي شو. په دغه هيواد کې د اکتوبر پر پنځلسمه نيټه په ترسره کیدونکو پارلماني ټاکنو کې د مهاجر مخالفو گوندونو د بريا امکان ډير دی.

https://p.dw.com/p/2l5BW
Österreich Symbolbild Burkaverbot
انځور: picture-alliance/B. Gindl/APA/picturedesk

په اتریش کې د څو میاشتې ترمخه برقع د ممانعت په اړه تصويب شوي قانون جاري شو. د دې قانون له مخې د ادغام کورسونه هم جبري بڼه پيدا کوي.

د اتريش د عمومي انتخاباتو په هلکه د ترسره شويو نظر پوښتو په حواله به ښايي هغه گوندونه ډيري رای ترلاسه کړي چې د مهاجرو ضد سياست پر مخ وړي. دغه گوندونه ښايي په ائتلافي حکومت کې هم شامل شي.

د اروپايي ټولنې په دې غړي هيواد کې له دويمې نړيوالې جگړې راهيسې په پرله پسې توګه ښی اړخ ته تمايل گوندونو واک درلودلی دی. خو دا ځل به د مهاجرو او اسلام مخالف دريځ لرونکو گوندونو بريا او بيا په حکومت کې شامليدل پر اروپايي ټولنه هم اغیزې ولري.

په آلمان کې هم د سبتمبر د ۲۴ نيټې په پارلماني ټاکنو کې ښی اړخه عوامپال گوند ای ايف ډي د دريم قوي گوند په توګه راڅرګند شو او په اتريش کې به هم د همدې دريځ درلودونکي گوندونه بريا د اروپا ټول ښی اړخه عوامپال گوندونه قوي کړي.

په اتريش کې د برقع دې نوي قانون ته چې له پرونه (د ۲۰۱۷ م کال د اکتوبر ۱ نيټه) راهيسې پرې عمل پيل شوی، د «مخ په بشپړه توګه پر پټولو بندیز» نوم ورکړل شوی دی.

د دې قانون له مخې په عامه ځايونو کې د مثال په توګه په روغتونو او يا په مختلفو محفلونو کې د کاریدونکو ماسکونو په گډون د مخ پر هر ډول حجاب بندیز دی او د سرغړونې جزا به يې ښايي يونيم سل يورو وي. سربيره پر دې د اتريش پولیسو ته اجازه ورکړل شوې چې د اړتيا په صورت کې يوازي د نارينه وو مخ په زور لوڅ کړي.

خو دا قانون په عامه اصطلاح «پر برقع بندیز» بلل کيږي. دا په دې معنا دی چې د دې قانون پلويان دا په بشپړه حجاب لرونکو مسلمانو ښځو پوري منسوبوي. اتريش ته د مهاجرو تر راتګ وروسته هم په عامه ځايونو کې داسې ښځې کمې تر سترگو کيږي چې بشپړه حجاب یې کړې وي.

د يوې نظر پوښتنې په حواله د مخ پټي ضد هرو اوو کسانو څخه یې پنځه هغو ګوندونو ته د رای ورکولو اراده لري چې اسلام ضد شعارونه ورکوي چې دا په اتريش کې د اسلام ضد احساساتو انځور ښيي.

په دې گوندونو کې تر ټولو ډير پيژندل شوی یې د «آزادۍ گوند» او «خلکو گوند» دی چې دواړه په پرديو ضد سیاست مشهور شوي دي. د «خلکو گوند» چې منځنی ښی اړخه ګوند دی د «آزادۍ  گوند» په څير په ښکاره اسلام ضد شعارونه نه ورکوي خو له هغه راهيسې چې سيباستيان کرز يې مشري پر غاړه اخيستې، دوی هم په مهاجرت ضد سياست پيل کړی دی.

بل اړخ ته بيا سوسيال ديموکرات ګوند نه دی توانیدلی ډير خلک راخپل کړي.

د تازه نظر پوښتو په حواله د «خلکو ګوند» ۳۴ سلنه، سوسيال ديموکرات گوند ۲۷ او د «آزادۍ گوند» د ۲۵ سلنه رای ورکونکو له ملاتړه برخمن دی.

په همدې ترڅ کې د آلمان د سوسيال مسحي گوند عمومي مشر اندرياس شویر هم د اتريش په نمونه په آلمان کې پر بشپړه حجاب يا مخ پټولو د بندیز غوښتنه وکړه. نوموړي د « Passauer Neuen Presse» ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل چې دغه ډول بشپړه بندیز «ممکن او اړين» دی. ده زياته کړه برحاله مقررات ناکافي دي. نوموړي زياته کړه : «برقع په آلمان پورې اړه نه لري»