1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا پاکستان او سعودي یو وار بیا سره نږدې کیږي؟

۱۳۹۷ مرداد ۲۰, شنبه

د نواز شریف د واکمنۍ پر مهال د پاکستان نږدې دوست هیواد سعودي عربستان له اسلام آباد څخه ناراضه معلومیده، خو په دې وروستیو ورځو کې د دواړو هیوادونو اړیکې یو وار بیا ښه شوي دي.

https://p.dw.com/p/3307x
Saudi Arabien Nawaz Sharif in Riad
 (Handout by PML(N))
انځور: Handout by PML(N)

له کاناډا سره د جنجال په موضوع کې د پاکستان له خوا د ریاض ملاتړ او د اسلامي پرمختیایي بانک له خوا پاکستان ته د ۴ میلیارده ډالرو د پور ورکړې تر اعلان وروسته، یو شمیر پاکستاني کړۍ اټکل کوي چې دواړه هیوادونه یو ځل بیا یو بل ته نږدې کیږي.

خو یو شمیر انتقاد کونکي د دې نږدې کیدو په ممکنه نتائجو فکر کوي. ځينې دا قرابت د پاکستان په ګټه بولي په داسې حال کې چې د ځينو په اند د سعودي عربستان محافظه پاله شاهي نظام دا هر څه د خپلې فائدې له پاره کوي.

په پاکستان د سیاسي چارو د کارپوه متقاعد جنرال امجد شعيب په نظر د دغو اړیکو د ښه کیدو یو دليل هم پخپله د عمران خان شخصیت دی. جنرال شعیب دویچه ویله ته وویل: «نړۍ ته معلومه وه چې نواز شریف او د هغه حاکم ګوند که هر څومره ادعاوې وکړې، د اعتماد وړ نه دي. پر عمران خان د فساد هیڅ ډول تور نشته. له دې امله د سعودي په ګډون د نړۍ یو شمیر نور هیوادونه غواړي د پاکستان سره ښې اړيکې ولري چې دا د دې هیواد له پاره ښه خبره ده».

د هغه په اند نواز شریف دوه ځله سعودي عربستان تیر ایستلی دی چې له امله یې د هغه د حکومت پر مهال له سعودي سره اړيکي تتې شوې دي. د امجد شعیب په خبره: «اول خو نواز شریف د مشرف په دور کې شوی تړون ته ژمن پاتی نه شو چې د ریاض حکومت د نارضایتۍ سبب وګرځید. وروسته بیا د یمن په مسئله کې نواز شریف په شخصي ډول سعودي ته ډاډ ورکړ چې یمن ته به سرتیري واستوي. خو پارلمان یمن ته د پوځ له استولو څخه انکار وکړ. نواز شریف ته پکار وو چې د پارلمان له مشورې پرته یې باید داسې ژمنه نه وای کړې. اوس دا خوشحاله کونکې خبره ده چې له سعودي سره زموږ اړيکې ښه کیږي او سربیره پر دې پاکستان یمن ته پوځ نه استوي. پاکستان ریاض ته مشوره ورکړې وه چې د یمن موضوع دې د خبرو اترو له لارې حل کړای شي. اوس سعودي عربستان سره هم د دې غلطۍ احساس پیدا شوی دی او هغه هم غواړي له دې ځایه وځي، ځکه له یمن څخه هیڅ کله هم څوک د فتح په ترلاسه کولو څخه نه دی وتلی». 

Pakistan Rawalpindi Adel al-Dschubeir bei Raheel Sharif
د پاکستان د پوځ پخوانی مشر راحیل شریف او د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیرانځور: picture-alliance/AA/ISPR

په اسلام آباد کې د سائنس او ټکنالوژۍ د پوهنتون د نړیوال امنیت او ثبات له څانګې څخه داکتر بکر نجم الدین په اند سعودي عربستان د تعلقاتو له بهترولو څخه په خپله ګټه استفاده کوي.

د ډاکتر نجم الدین په خبره: «محمد بن سلمان خپل ملاتړي لټوي. ریاض ته معلومه ده چې اسلام آباد له انقرې او تهران سره ښې اړيکې لري، نو پاکستان سره به په دې هیله مرسته وکړي چې اسلام آباد به یې ملاتړ وکړي. زما په اند کې د ریاض پر ضد په نړیواله کچه کوم اقدام کیږي او یا هم د کومې مسئلې له امله د سعودي حکومت غندل کیږي، په دې صورت کې به پاکستان د سعودي ترڅنګ ودریږي او یا به خاموش پاتې شي، خو په نړیواله کچه د سعودي ضد د کوم اقدام ملاتړ به نه کوي».

د انتقاد کونکو په اند اسلامي پرمختیایې بانک پاکستان ته د ۴ میلیارده ډالرو د پور اعلان د سعودي عربستان په اشاره کړی دی. داسې نظر موجود دی هر هغه هیواد چې دغو مالیاتي ادارو ته ډیرې پيسې ورکوي، پر دغو ادارو یا سازمانونو یې اغیز هم زیات وي، لکه د آی ام اف یا نړیوال وجهي صندوق چې امریکا او لویديځ هیوادونه ورته ډیرې پيسې ورکوي، نو له دې امله دغه ادارې د خپلو ګټو له پاره کاروي. له همدې امله امریکا په دې وروستیو کې آی ام اف ته خبرداری ورکړی وو چې له پاکستان سره له مرسته کولو څخه دې لاس واخلي.

خو د اقتصادي چارو د کارپوه داکتر اشفاق حسن په اند سعودي عربستان د اسلامي پرمختیایي بانک په دې معامله کې له خپل هیڅ ډول نفوذ څخه کار نه اخلي. هغه وایې: «زما په اند دا پيسې د سعودي عربستان په وینا نه ورکول کیږي، بلکې دا یوه عامه طریقه ده چې د آسیا پرمختیایې بانک، نړیوال بانک او نور بانکونه یې هم خپلوي، چې یو هیواد ته د دریو کلونو له پاره پور ورکوي. نو اسلامي پرمختیایي بانک هم دغه پسې د Commodity Financing یا اولیه موادو د تمويل له پاره ورکړي دي. زما په اند دا د سیاست سره هیڅ ارتباط نه لري. البته له دې پور سره یوه ډیره لویه اقتصادي ستونزه نه شي حلیدلی».