1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آیا ذهني فشار هم سترګو ته زیان رسوي؟

۱۳۹۷ تیر ۲۰, چهارشنبه

د کمپوټر پردې ته کتل، ځلیدونکي رڼاګانې، لوګی او د ککړي هوا کوچني ذرات زموږ سترګې د خپل بقاء له پاره هره ورځ دې او دې ورته فکتورونو په مقابل کې مبارزه کوي. خو آیا یوازې چاپیریال سترګو ته زیان رسوي؟

https://p.dw.com/p/31GAU
Auge - Mann
انځور: Colourbox

د سائنس پوهانو په حواله یوازې باندنی چاپیریال د سترګو د لید قدرت ته زیان نه رسوي، بلکې د انسان د بدن داخلي چاپيریال او وضعیت هم په دې برخه کې مهم رول لري. په آلمان کې د ماګديبورګ پوهنتون د یوې نوې څیړنې پايلې خپرې کړې دي. د دغې څیړنې په حواله ذهني فشار او پریشاني د سترګو د لید قدرت ته ډیر سخت زیان رسولی شي.

د تحقیقاتو له مخې معلومه شوې ده چې که چیرې په دوامداره توګه ذهني پریشاني او فشار موجود وي، نو کیدای شي له امله یې انسان خپل د لیدو قدرت له لاسه ورکړي.

د پرله پسې ذهني فشار په نتیجه کې په بدن کې موجود د ستریس هارمون کارتیسون لیول یا اندازه ډیریږي، او په مستقيم ډول د انسان پر عضبي سیستم، سترګو او دماغ اغیزه کوي.

Menschliche Nervenzellen
انځور: imago/Science Photo Library

د سائنس پوهانو په حواله همدا ذهني فشار په سترګو کې د تورکیو پیدا کیدو سبب کیږي. سربیره پر دې له سترګو څخه د اوبو د بهیدنې یا د سترګو درد لړۍ هم پیلیږي.

د څیړنیز رپوټ په حواله یوازې ذهني فشار د ليد د لاسه ورکولو سبب نه کیږي، خو دا یو داسې لامل دی چې باید مخه یې ونيول شي.

د حفظ الصحې د تدابیرو په حواله رپوټ کې ویل شوي دي، چې جسم او سترګو ته آرام او سکون ورکول اړين دي. د کار پر مهال وقفه او د لږې شیبې له پاره د ځان آرامه کولو کوښښ وکړئ.

په دې توګه نو تر ټوله ورځ کار وروسته د ذهني سکون ورزش هم ډیره مرسته کولی شي د بیلګې په توګه د یوګا او دې ته ورته نور ورزشونه. سربیره پر دې د سترګو د غضلاتو مختلفو ورزشونه هم ګټور ثابتیدلی شي.