1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آیا د غاښو کریم په ریښتیا غاښونه سپینوي؟

۱۳۹۶ آذر ۱۷, جمعه

د فلمي نړۍ کابو ټول ستوري سپین او ځلیدونکي غاښونه لري. خو پوښتنه دا ده چې دوی څنګه خپل غاښونه سپینوي؟ آيا د غاښونو سپينولو کريم د غاښونو عمر ته گټه رسوي؟ کارپوهان ئې په اړه نظر وړاندي کوي.

https://p.dw.com/p/2p01X
Symbolbild Zähne putzen
انځور: Colourbox/G. Dolgikh

سپین، ځلیدونکي او منظم غاښونه د انسان په ژوند کې ډیر مهم رول لري او انسان ته پر ځان اعتماد ور په برخه کولای شي. په دې توګه یو څوک کولای شي چې په هر ځای کې پرته له شرم څخه په خلاصه خوله وخاندي او خپل احساس ښکاره کړي. خو هغه کسان چې غاښونه یې منظم او سپین نه وي بیا له دې ستونزې سر ټکوي.

د غاښونو سپینونکی کریم د غاښونو دباندي پرده خرابوي. په دې راز کریمونو کې داسې توکي شته چې په اصطلاح د انسان غاښونه ریګمال کوي او په پایله کې یې غاښونه سپینیږي. په دې کار سره غاښونه ډیر ځيږه کیږي او د وخت په تیریدو سره د چای، قهوې او مشروباتو زرې په اسانۍ سره پر غاښونو نښلي چې بیا وروسته غاښونه ډیر سپین نه ښکاري.

د روغتیا د برخې کارپوهان او ډاکټران خبرداری ورکوي چې تر حد زيات غاښونه سپینونکي کریمونه د خپلو ځینو موادو پر مټ پر غاښونو بریدونه کوي. دوی همدا راز وړاندیز کوي چې د ښو غاښونو درلودلو له پاره د غاښونو له ډاکټر مشورې او ښه ساتنه يې سبب کيږي چې غاښونه خپل طبیعي رنګ له لاسه ور نه کړي.

په عین وخت کې د سګرټو څکول، د غاښونه نه مینځل او غاښونه ته نه پاملرنه د دې سبب ګرځي چې غاښونه ژیړ او تر وخت مخکي خراب شي چې بیا د انسان له پاره د معدې په ګډون ډیرې نورې روغتیايي ستونزې زیږوي.

د غاښونو د روغتیا له پاره په غاښونو باندې د کلکو شیانو لکه بادام او ځینې نورو توکو ماتول ډیر زیان کوي چې باید مخنیوی وشي. تر خوراک وروسته او همدا راز سهار تر خوب وروسته او د شپې تر ويده کېدو مخکې د غاښونو مینځل د غاښونو عمر زیاتوي.

Ag(K.H/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: