1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا افغانستان ته د امریکايی عسکرو د لیږلو پریکړه شوې؟

۱۳۹۶ خرداد ۲۴, چهارشنبه

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونلد ترمپ, غواړي د افغانستان په هکله په پریکړه کې پېنتاگون ته ظاهرا خلاص لاس ورکړي. د حکومتي کړیو د معلوماتو له مخې دا ښایي په دې هیواد کې د امریکايي ځواکونو د زیاتولو په معنی وي.

https://p.dw.com/p/2efQH
Afghanistan US-Soldaten
انځور: picture-alliance/DoD/Newscom/US Army Photo

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جمیز متیس، کولای شي په مستقله توگه افغانستان کې د ځواکونو د شمیر په هکله پریکړه وکړي. دغه خبره په واشنگټن کې یوه حکومتي استازی کړې ده. زیاته شوې ده چې ترمپ دغه واک په سوریه او عراق کې د داعش پر ضد مبارزه کې لا تر مخه پېنتاگون ته ورکړی دی. خو دغه حکومتي استازي نه غوښتل چې په دې هکله څه ووایي چې آیا افغانستان ته د اضافي ځواکونو د استولو پریکړه شوې.

دا په داسې حال کې ده چې پخواني ولسمشر بارک اوباما به د واکمنۍ پر مهال افغانستان، سوریه او عراق کې د ځواکونو د زیاتولو پریکړه له سپينې ماڼۍ سره د نزدې توافق وروسته تر سره کیده او پوځي مشرتابه به تل د محدودیتونو په هکله شکایت کاوه.

نکلسن د «یو څو زرو» عسکرو غوښتنه کړې

اوس مهال په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمیر ۸۴۰۰ تنه دی. پر دې سربیره د ناټو شا اوخوا ۵۰۰۰ نور بهرني سرتیري هم په دې هیواد کې میشت دي. د رسنیو د رپوټونو له مخې پېنتاگون غواړي چې له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ نورو سرتیرو د استولو غوښتنه وکړي. د فبرورۍ په میاشتې کې په افغانستان کې امریکایی جنرال جان نکلسن د «یو څو زرو عسکرو» د استولو غوښتنه کړې وه.

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر متیس (ښي لاس ته) او جنرال جان نکلسن
انځور: Reuters/J. Ernst

د ناټو غړو هیوادونو د ۲۰۱۴م کال په پای کې په افغانستان کې په رسمي توگه خپل جنگي ماموریت پای ته ورساوه. تر هغې وروسته په افغانستان کې د ناټو د پاتو ځواکونو دنده تر روزنې، سلا مشورې او ترهگرۍ ضد عملیاتو کې د ملاتړ کچې پورې محدوده شوې ده. خو په افغانستان کې امنیتي وضعیت لا هم بې ثباته بلل شوی دی.

متیس د ځواکونو د زیاتولو له پاره زمینه برابروي

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر متیس، د سه شنبې په ورځ د متحدو ایالاتو د سنا دفاعي جرگه گۍ ته په خپلو څرگندونو کې د سخت دریځه طالبانو له پرمختگ څخه خبرداری ورکړ. هغه ویلي وو چې اوس مهال بهرني ځواکونه د «جگړې د گټلو» په حال کې نه دي. متیس ویلي وو چې «یاغیانو تیر کال ښه کال لرلی وو» او هڅه به یې دا وي چې سږ کال هم ښه کال ولري.

خو په واشگنټن کې د ځواکونو زیاتولو ته په انتقادي سترگه هم کتل کیږي. ځیني حکومتي استازي لا تر مخه په شک او تردید کې دي چې افغانستان ته د اضافي عسکرو لیږلو پریکړه چې ښایي سیاسي انگیزه لري نه به کوم بدلون رامنځ ته کړي او نه به هم ثبات او امنیت ټینگ کړي.

په افغانستان کې له ۲۰۰۱م کال راهیسې تر اوسه ۲۳۰۰ امریکایي عسکر وژل شوي او تر ۱۷۰۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

(afp, rtre/ sr/sm