1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا د خليلزاد هڅي به برياوي ولري؟

۱۳۹۷ مهر ۱۷, سه‌شنبه

د افغانستان د سولې په چارو کې د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، اسلام آباد ته رسیدلی دی چې د دې بهیر له پاره د پاکستان د نوي حکومت ملاتړ ترلاسه کړي.

https://p.dw.com/p/36CjX
Shah Mahmood Qureshi pakistanischer Außenminister UN Generalversammlung
انځور: Permanent Mission of Pakistan in UN

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد، په افغانستان کې له لوړپوړو چارواکو سره تر لیدنې وروسته، پاکستان ته رسیدلی دی. هغه به تر دې وروسته متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته هم سفر وکړي. په افغانستان کې هغه د نورو تر څنګ له ولسمشر محمد اشرف غني سره ملاقات لرل.

خلیلزاد چې پخپله هم په افغانستان کې زیږدلی دی، د دې هیواد له سیاست سره اشنا دی. هغه له ډیرې مودې راهیسې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په لوړو پوستونو کې کار کړی دی. په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته، خلیلزاد په افغانستان کې د امريکا د هغه وخت د جمهوررئيس جورج بوش، ځانګړی استازی وو. هغه بیا وروسته په افغانستان او عراق کې د امریکا د سفیر په توګه هم کار وکړ.

خو خلیلزاد له پاکستان سره یو څه مغلقه اړیکه لري. هغه پر اسلام آباد باندې په وارو وار په افغانستان کې تاوتریخوالي ته د لمن وهلو تورونه پورې کړې دي. هغه آن ویلي دي چې امریکا متحده ایالات دې پاکستان د یوه ترهګر دولت په توګه درجه بندي کړي.

واشنګټن او کابل پر پاکستان باندې د طالبانو او حقاني شبکې مشرانو او جنګیالیو ته د پټنځایونو برابرولو تور لګوي او ادعا کوي چې اسلام آباد له کابل سره د سولې په بهیر کې په ښه نیت مرسته نه کوي. خو پاکستاني چارواکي دغه ټول تورونه په کلکه ردوي او وایي چې تر خپله توانه د یاغیانو پر ضد اقدامات کوي.

پاکستان او افغانستان دواړه د یاغیانو او اسلامپاله افراطیانو له تاوتریخوالي سره مخامخ دي. په پاکستان کې داعش او پاکستاني طالبان حکومتي ځواکونه او ملکیان ګواښي، او په افغانستان کې بیا طالبان، د حقاني شبکه، داعش ا و نورې ترهګرې ډلې پر حکومتي ځواکونو او ملیکانو باندي بريدونه کوي.

Ex-Botschafter Zalmay Khalilzad
انځور: Getty Images/AFP/B. Smialowski

د پاکستان نوي لومړي وزیر عمران خان، تر دې مخکې په وارو وار د امریکا په اصطیلاح ترهګرې ضد جګړې کې د خپل هیواد ونډه غندلې وه. خو هغه تر ټاکنو مخکې ویلي ول چې د بریا په صورت کې به یې حکومت «د سولې متحد» وي. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې له طالبانو سره د سولې نوې هڅه به پایلې ولري او که نه، خو پاکستان د ولسمشر غني د سولې د نویو هڅو ملاتړ کړی دی.

لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې خلیلزاد به په پاکستان کې له چا سره وویني، خو ښايي هغه د بهرنیو چارو له وزیر محمود قریشي او د پاکستان د پوځ له مشر سره ملاقات ولري. داسې انګیرل کیږي چې د افغانستان په تړاو د پاکستان بهرنی سیاست د پوځ او استخباراتو ادارې له خوا پر مخ وړل کیږي.

سیمي ته د خلیلزاد سفر چې لومړی د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له خوا اعلان شو، د سولې د خبرو اترو میز ته د طالبانو د جذبولو له پاره د امریکا د هڅو برخه ښوول شوې ده. خو پرته له دې، د خلیلزاد د سفر جزئیات نه دي بربنډ شوي.

Trump und Ex-Botschafter Zalmay Khalilzad
انځور: Getty Images/C. Somodevilla

خلیلزاد به د خپل سفر په ترڅ کې قطر ته هم ولاړ شي، چیرې چې د طالبانو سیاسي دفتر فعالیت کوي. طالبانو د روان کال په جولای میاشت کې په همدې ځای کې له امریکایي لوړپوړي دیپلوماتې الیس ویلس، سره هم ولیدل. واشنګټن دغه لیدنه نه تایید او نه هم رد کړې ده. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې ایا خلیلزاد به هم په قطر کې د طالبانو له استازو سره وویني او که نه.

طالبان له ډیر وخت راهیسې له امریکا متحده ایالاتو سره د مستقیمو خبرو اترو غوښتنه کوي او د کابل له حکومت سره له مذاکراتو ډډه کوي. واشنګټن او کابل بیا وایي چې د سولې خبرې باید د افغانانو تر منځ او د هغوی په مشري وي.