1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمان څخه ښايي د افغانانو د اخراج لړۍ بیا پیل شي

۱۳۹۶ تیر ۱, پنجشنبه

څو اوونۍ مخکې په کابل کې یوې سختې چاودنې آلمان دې ته اړ کړ چې په موقتي توگه افغانستان ته د رد شویو پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ ودروي. خو اوس احتمالا په راتلونکي اوونۍ کې د نویو الوتنو د پلان رپوټ ورکول کیږي

https://p.dw.com/p/2f9J6
Abschiebung abgelehnter Asylbewerber nach Afghanistan
انځور: Reuters/R. Orlowski

آلماني رسنیو د پنجشنبې په ورځ رپوټ ورکړی دی چې آلمان ښايي په راتلونکي اوونۍ کې افغانستان ته د رد شویو پناه غوښتونکو د اخراجولو لړۍ بېرته پېل کړي.

آلمان د اخراج شخړه ایزه دغه پروگرام د رواني میلادي میاشتې په سر کې په پلازمېنه کابل کې د یوه خونړي ځانمرگي برید وروسته په مؤقتي توگه ودراوه.

د ان دي آر تلویزوني شبکې او دیر شپیگل مجلې په خپلو جلا جلا رپوټونو کې ویلي دي چې ښایي د راتلونکي چهارشنبې په ورځ د اخراج لړۍ بیرته د آلمان له لایپڅیگ، څخه پیل شي. خو دغه رپوټونه لا په رسمي توگه نه دي تائید شوي.

د کابل تر چاودنې وروسته د آلمان مرکزي او ایالتي حکومتونو د بهرنیو چارو وزارت له لوري د امنیتي وضعیت تر ارزولو پورې افغانستان ته د اخراج د لړۍ پر درولو باندې توافق کړی وو. د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل ویلي وو چې ښایي دغه څه تر جولای میاشتې پورې وخت ونیسي.

مېرکل ویلي وو چې د هغو کسانو اخراج به ادامه ولري چې جرمونه یې کړي وي، امنیت ته خطر وي او نه غواړي خپل هویت څرگند کړي.

د آلمان ډیر شمیر سیاستوال داسې استدلال کوي چې د امنیتي اندیښنو له کبله افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو بیرته استول موجه نه دي.

د روانې میاشتې په سر کې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر زیگمار گبرایل له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو له پاره غږ کړی وو. هغه د «بېلد ام زونتاگ» په نامه له آلمانۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي وو چې په افغانستان کې د یوه سیاسي حل لارې د موندلو له پاره له طالبانو سره خبري وشي.

د پرو ازول نیوکه

د مهاجرو ملاتړي سازمان پرو ازول، د راتلونکي اوونۍ له پاره د اخراج پر ظاهري پلان باندې نیوکه کړې ده. د دغه سازمان مشر گونتر بورکهاردت ویلي دي: «دا د پوهاوي او تحمل وړ نه ده چې د ټولو واقعیتونو برخلاف راتلونکی الوتنه (د رد شوو افغانانو) تر سره کیږي.» د هغه په خبره مخکې له دې چې انسانان داسې یوه ځای ته واستول شي چې ژوند یې له خطر سره مخامخ شي، د آلمان د بهرنیو چارو وزارت باید په افغانستان کې د وضعیت په هکله نوې ارزونه تر سره کړي.

په خپله خوښه ستنیدل

د ویلت ام زونتاگ، ورځپاڼې د یوه رپوټ له مخې د روان میلادي کال د اپریل میاشتې تر پای پورې آلمان په ټوله کې ۸۶۲۰ رد شوي پناه غوښتونکي اخراج کړي دي. په تیر میلادي کال کې آلمان ۲۵۰۰۰ رد شوي پناه غوښتونکي خپلو اصلي ټاټوبو ته استولي وو.

همداشان د اپریل میاشتې تر پای پورې ۱۱۱۹۵ کسان چې د پناه غوښتنه یې رد شوې وه، په خپله خوښه خپلو اصلي ټاټوبو ته ورستانه شوي وو. په ۲۰۱۶م کال کې بیا ۵۴۰۰۶ تنه په خپله خوښه د ستنیدو پروگرام له لارې خپلو هیوادونو ته تللي وو. دغه پروگرام د داو طلبو ستنیدونکو د سفري لگښتونو تر څنگ مشخص مصارف هم رانغاړي.

په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو گالري: