1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د مسجدونو د مالیې په هکله فکر کوي

۱۳۹۷ دی ۶, پنجشنبه

په آلمان کې د کلیساګانو د مالیې په څیر، د مسجدونو پر مالیو باندي فکر کيږي. ويل کيږي چې دغه اقدام به مسجدونه د بهرنیو هیوادونو له تمویل څخه آزاد کړي. د آلمان حکومت او ځيني مسلمانو مشرانو د دغه اقدام ملاتړ کړی دی.

https://p.dw.com/p/3Afq7
Deutschland DITIB Zentralmoschee in Köln Ehrenfeld
انځور: Imago/Joko

د آلمان په پارلمان کې د دې هیواد د ستر ائتلاف یو شمیر وکیلانو پرون د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتې پر۲۶مه نیټه) ویلي دي چې دوی په دې هکله فکر کوي چې په آلمان کې پر میشت مسلمانانو باندې مالیه وضع کړي. په دې هیواد کې لا له وړاندې د کلیساګانو ماليه راټولوي حکومتي. د عیسوي مذهب پیروان اړ دي چې حکومت ته ځانګړې مالیه ادأ کړي. اوس حکومت غواړي چې دې ته ورته مالیه په دې هیواد کې پر مسلمانانو باندې هم وضع کړي.

د مسیحي ديموکراتانو له ګوند څخه تورستن فرای د «ډي ویلټ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي چې د مسجدونو په نوم د مالیو وضع کیدل به د بهرنیو هیوادونو له مالي تمویل څخه په دې هیواد کې د میشتو مسلمانانو د خلاصون له پاره مهم ګام دی.

په آلمان کې د کلیسا په نوم ماليې ته په دې هیواد کې میشت پروتستانت او کاتلولیک عیسویان اړ دي چې د آلمان حکومت ته ځانګړې مالیه ورکړي څو د کلیسا ګانو چارې په ښه توګه پرمخ ولاړې شي. دغه مالیې د حکومت له لوري ټولیږي او بیا د دې هیواد مذهبي سازمانونو او چارواکو ته انتقالیږي.

DITIB-Zentralmoschee, Köln
انځور: picture-alliance/AA/M. Zeyrek

د مسجدونو د بنسټ ایښودونکو ملاتړ

په آلمان کې د دغه راز مالیو د نه شتون له کبله، مسجدونه اړ دي چې د خپلو چارو د پرمخ بیولو له پاره پر بهرنیو مالي مرستو تکیه وکړي. د بهرنیو هیوادونو او سازمانانو له لوري په آلمان کې د مسجدونو مالي تمویل ډيري اندیښنې پيدا کړي دي چې له کبله یې په ځینو مواردو کې د افراطي نظریو د خپرولو په برخه کې پوښتنې هم پيدا کيږي.

د بیلګې په توګه په آلمان کې د مسجدونو د مالي تمویل په برخه کې د دیتیب په نامه د ترکیې د اسلامي چارو د ټولنې د مخ پر زیاتیدونکي نفوذ په هکله اندیښنې لا له وړاندي موجودي دي. دغه مذهبي ټولنه د ترکیې ده چې په آلمان کې فعالیت کوي.

آلماني چارواکي اټکل کوي چې په دې هیواد کې د ۴،۴ او ۴،۷ ميليونو ترمنځ مسلمانان میشت دي. په دې شمیر کې هغه کسان شامل دي چې کورنۍ یې مسلمانې دي.

Kopftuch Symbolbild
انځور: Imago/J. Jeske

د آلمان د حاکم ائتلاف د بل سیاسي ګوند یعنې سوسیال ديموکراتانو له ګوند څخه د پارلمان یو بل وکیل هم په دې نظر دی چې د مسجدونو له پاره د مالیو وضع کیدل به په آلمان کې اسلام لا ډیر خپلواک او ناپیلی کړي. د سوسیال ديموکرات ګوند د کورنیو پالیسو مشر بورخارد لیشکه په دې هکله مثبت نظر لري چې د مسجدونو په نوم د مالیې موضوع د بحث وړ ده.

د «ډي ویلټ» ورځپاڼې د پوښتنې په ځواب کې د آلمان په پلازمینه برلین کې د مترقي [منځلاري] جومات بنسټ ایښودونکی سیرن اتیس هم د دغې نظریې ملاتړ کړی. د هغه په خبره په راتلونکې کې به دغه ټولنه په خپله د خپلو غړو له لوري له مالي پلوه تمویل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي ټولني په چوکاټ کې اتریش، سویډن او ایټالیا هم د کلیسا ګانو له پاره مالیې وضع کړي، څو د پروتستانت او کاتولیک مذهبه کلیساګانو مالي چارې پرمخ یوړل شي. په دغو هیوادونو کې پر کلیسا ګانو باندې پر اجباري مالیو انتقادونه شوي.