آلمان ـ د طالبانو په غړيتوب تورن کس ته برأت ورکول سو
۱۳۹۶ آذر ۱۸, شنبهد المان فدرال څارنوال پر دې افغان ځوان باندي د یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې په غړیتوب، د جنګي وسلو د لیږد د قانون ماتول او په وژنه کې په لاس لرلو تور پورې کړی وو.
د تورنو په لیک کې همدا راز راغلي وو چې دغه کس د طالبانو د یوه قوماندان د ساتونکي په توګه په لږ تر لږه د اعدام په ۵۰ پیښو کې حضور درلود او نوموړي کس همدا راز د دې اعدامونو د پلي کولو ساتنه کوله.
دغه افغان کس په سپتمبر میاشت کې په یوه محکمه کې خپل اعتراف بیرته واخیست. نوموړي په دې هکله ویلي چې پولیسو ته یې خپل ځان د طالبانو د غړي په توګه معرفي کړی وو او د دې کار هدف یې دا وو چې د یو داسې کس په توګه چې د یوې ترهګرې دلې د غړیتوب په پریښودلو سره وکولی شي په اسانۍ سره په آلمان کې د پناه غوښتنه یې قبوله شي.
په خپله وروستی اعلامیه کې فدرال څارنوال نوموړي کس ته د ځوانانو د قانون په اساس د څلورو کلونو د زندان غوښتنه کړې وه خو د دې کس د مدافع وکیل له لورې ورته برائت غوښتل شوی وو.