1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان غواړي يو اخراج شوی افغان مهاجر بيرته راولي

۱۳۹۷ تیر ۲۸, پنجشنبه

د آلمان چارواکي په پام کې لري چې کابل ته اخراج کړل شوی يو افغان پناه غوښتونکی بيرته آلمان ته راولي. دغه مهاجر د جولای مياشتې پر دريمه له نورو افغان مهاجرو سره يو ځای اخراج شوی دی.

https://p.dw.com/p/31jGO
Afghanistan Kabul abgeschobene Asylbewerber kehren zurück Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/M. Jawad

د مهاجرو په خبره کي آلماني چارواکي د دغه افغان پناه غوښتونکي سن ۲۰ کاله ښيي او زياتوي چې هغه په تيروتني سره اخراج شوی دی. د چارواکو په وينا دغه افغان پناه غوښتونکی په داسې حال کې چې د پناه غوښتنې بهير يې لا ادامه درلوده، افغانستان ته اخراج شوی دی.

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر وياندې، ايلينور پيترمن په دې اړه د چهارشنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس (دي پي اې) ته وويل چې د مهاجرو او پناه غوښتني په چارو کې د آلمان فدرالي اداره په پام کې لري چې دغه اخراج کړل شوی ۲۰ کلن افغان پناه غوښتونکی د هغه د پناه غوښتنې د «مهمو پړاوونو» د بشپړولو له پاره بيرته آلمان ته راولي.

په رپوټ کې د دغه مهاجر نوم نه دی ذکر شوی.

د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر ويلي دي چې ياد اخراج شوي افغان پناه غوښتونکی په شمال ختيځ ايالت مک لينبورګ کې اوسيده او د دغه ايالت چارواکو هغه، د هغه په پيژندګلوۍ کې د تيروتنې له امله په غلطۍ سره اخراج کړی دی.

د «ان دي آر» رسنۍ په حواله، دغه افغان د هغو ۶۹ تنو اخراج کړل شوو افغانانو له ډلې څخه دی چې د رواني (جولای) مياشتې پر دريمه افغانستان ته اخراج کړل شول.

له آلمان څخه افغانستان ته د اخراجونو په لړ کې د جولاي مياشتي پر دريمه پرواز کې تر ټولو ډير افغانان اخراج شول.

د آلمان د کورنيو چارو وزير هغه مهال ويلي ول چې دغه ۶۹ تنه افغانان يې د خپلې زيږيدنې د ۶۹مې کليزې سره جوخت په يو وخت کې اخراج کړي دي.

د دغو اخراج کړل شوو افغانانو له ډلې څخه يوه يې په کابل کې تر رسيدو لږ ځنډ وروسته د هغه هوټل په خونه کې ځان وژنه وکړه چې دوی پکې اوسېدل. تر هغه وروسته د آلمان د کورنيو چارو پر وزير باندې ډيرې نيوکې شوي دي. خو زيهوفر د ياد مهاجر د اخراج په اړه خپل مستقيم لاس لرل رد کړل او ويې ويل چې هغه د سيمه ايزو چارواکو د تصميم په نتيجه کې د اخراج په نوملړ کې راوستل شوی وو.