آلمان: د پناه غوښتنې په اړه اضطراري ناسته
۱۳۹۷ تیر ۱۰, یکشنبهد مسيحي دموکرات يا سي دي يو ګوند د مشرې، انګلا مېرکل او د مسيحي سوسيال يا سي اس يو ګوند د مشر، هورست زېهوفر، تر منځ ليدنې کتنې دوه ساعته دوام وکړ. ورپسې د آلمان د کورنيو چارو وزير د ماښام پر مهال ناوخته په برلين کې د صدارت له ماڼۍ څخه ووت. د دغو دواړو کسانو تر منځ د خبرو اترو د پايلو په هکله، د انتظار سره سم، معلومات نه دي خپاره شوي.
د پرېکړې ورځ؟
په دغه يکشنبه د دواړو اتحادي ګوندونو مخکښ پلاوي غواړي چې په جلا ناستو کې د برلين او مونشن په ښارونو کې د وضعيت په هکله سلامشورې وکړي. تر اوسه پورې دا خبره نه رديږي چې تور او سور حکومتي ائيتلاف چې د سي دي يو او سي اس يو تر څنګ پکې اس پي دي يعنې سوسيال دموکرات ګوند هم شتون لري، د اتحادي ګوندونو تر منځ د پناه او کډوالۍ د سياست په سر قدرت ته تر رسېدلو يوازې سل ورځې وروسته، ناکامه شي. د دې امکان هم شته چې په دې سره د لسيزو راهيسې د دغو دواړو ګوندونو تر منځ برقراره شوی د فراکسيون اتحاد هم د آلمان په پارلمان کې له منځه ولاړ شي. زېهوفر اعلان کړی و چې د اروپايي ټولنې په نورو هېوادونو کې راجيستر شوي کډوال به د آلمان په سرحدونو کې وشړل شي. خو مېرکل بيا په يوې «اروپايي حل لارې» ټينګار کاوه. په پای کې صدراعظمې د حيرانونکو هر اړخيزو وړانديزونو د لارې کوښښ کړی و چې د يوې حکومتي لانجې مخه ونيسي. د خپلو ائيتلافي ملګرو اس پي دي او سي اس يو ګوندونو او فراکسيونونو مشرانو ته په يوه ليک کې هغې د پناه او مهاجرت په سياست کې د سختۍ راوستلو په مقصد يو لړ تدابير ذکر کړل. د مېرکل په حواله له يونان او هسپانيې علاوه ۱۴ نورو اروپايي هېوادونو هم سياسي ژمنې کړې دي څو د هلته راجيستر شويو پناه غوښتونکو د چټک اخراج په مقصد قراردادونه ورسره امضا کړي.
«خورا بې بنسټه خبرې»
هنګري، چک او پولنډ اوس د صدراعظمې خبرې رد کړې دي. د پولنډ د بهرنيو چارو د وزارت يوه وياند په وارسا کې وويل: «د اروپايي اتحاديې په هېوادونو کې د پناه غوښتونکو د منلو په اړه نوي تړونونه نشته.»
د چک صدراعظم، اندرېي بابيش، د صدراعظمې څرګندونې حتی «خبرداري ته ورته» او «خورا بې بنسټه خبرې» وبللې. د آلمان په پارلمان کې د سي اس يو د آيالتي ډلې مشر، الکساندر دوبرينت، هم د اروپايي ټولنې د وروستۍ سرمشريزې د پرېکړو په عملي کولو کې شک ښکاره کړ. د اس پي دي د ګوند مشرې، اندريا نالس، له سي اس يو ګوند څخه غوښتنه وکړه چې «له دغې موضوع څخه د لاس آلې جوړول دې اوس پرېږدي او بېرته هوښ ته دې راشي». هغې په دې هم ټينګار وکړ چې د هغې په نظر «خپلسري تدابير او د سرحد په اوږدو کې د شړلو موضوع بايد اوس بېرته واخيستل شي.»
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (14.03.2018):