1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د ائتلافي حکومت د خبرو تر ناکاميدو وروسته به څه کيږي؟

۱۳۹۶ آبان ۲۹, دوشنبه

په آلمان کې د يوه ائتلافي حکومت د جوړښت پر سر د خبرو اترو تر ناکاميدو وروسته، اوس يوه احتمالي لار نوي انتخابات دي. خو پر دې لار هم ډير خنډونه شته. آیا بل کوم بديل شته؟

https://p.dw.com/p/2nuju
Umbauarbeiten im Plenarsaal für die Bundesversammlung
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د ائتلافي حکومت پر جوړښت د خبرو اترو تر ناکامۍ سملاسي وروسته دا پوښتنه مطرح شوه چې آيا يو وار بيا سړی د «ستر ائتلاف» یعني د آلمان د مسيحي اتحاد او سوسيال ديموکرات گوندونو ترمنځ پخواني ترکيب ته ستنيدای شي؟ خو دا خبره له احتماله ليرې ده. سوسيال ديموکرات گوند اته اوونۍ دمخه تر پارلماني ټاکنو سملاسي وروسته اپوزيسيون ته د تلو خبره کړې وه او تر اوسه پر دغه خبره ټينګ دی.

د دغه گوند مشر مارتين شولڅ د يکشنبې په ورځ لا دا خبره په څو ځلي او په ټينگار سره وکړه چې گوند یې نويو ټاکنو ته چمتو دی.

همدا راز د دې گوند مرستيال رالف شتيگنر بيگا، د دوشنبې په شپه د تويتر شبکې له لارې روښانه کړه: د ائتلافي حکومت په اړه د خبرو اترو ناکامي به «د سوسيال ديموکرات گوند دريځ بدل نه کړي.»

آيا د څو کوچنيو گوندونو د ائتلاف امکان شته؟

دغه امکان ډير کم دی. د سياسي ناکرارۍ او نااميدۍ په دې دور کې به د صدراعظمې ميرکل له پاره ډيره ستونزمنه شي چې د هر يوه قانون له پاره د اپوزيسيون د جناح پر ملاتړ تکيه وکړي. د مسيحي ديموکرات، مسيحي سوسيال او لیبرال گوند ترمنځ د ائتلاف په صورت کې به دوی په پارلمان کې بيا هم د اکثريت له پاره به د ۲۹ څوکيو له کمښت سره مخامخ وي.

د مسيحي ديموکرات، مسيحي سوسيال او زرغون گوند د ائتلاف په صورت کې به حتی ۴۲ څوکۍ کمبود وي.

خو دغه ډول حکومت چې په نورو هيوادونو کې عام دی په آلمان کې تر اوسه د فدرالي حکومت په کچه نه دی تجربه شوی. له همدې امله د پارلماني ټاکنو سملاسي وروسته انگلا ميرکل وويل: «زه په آلمان کې د يوه باثباته حکومت د رامنځته کولو نظر او اراده لرم.»

سوسيال ديموکرات گوند هم په خپل وار سره، د انگلا ميرکل له خوا د يوه اقليتي حکومت تحمل رد کړي دي.

څه ډول وضعيت به د نويو ټاکنو سبب شي؟

Berlin Frank-Walter Steinmeier
د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاين مايرانځور: picture-alliance/dpa/M. Gambarini

د اساسي قانون ۶۳ ماده دغه ډول سناريو وړاندې کوي: د آلمان جمهور رئيس به لومړی صدراعظمۍ څوکۍ ته يو څوک معرفي کوي. دغه تن به په هغه صورت کې صدراعظم (صدراعمظمه) کيږي چې د پارلمان تر نيمايي زيات استازي یې په حق کې رای وکاروي. که چيري د ولسمشر معرفي کړل شوی تن اکثريت ترلاسه نه کړي، رای اچونه به تکراريږي. پارلمان تر دې وروسته په قاطع اکثريت سره د صدراعظم د ټاکلو له پاره دوې اوونۍ وخت لري. د رای اچوني شمير محدود کړل شوی نه دی او هم دا چې څو تنه کانديدلای شي.

که چيري په دې دوو اوونيو کې هم صدراعظم انتخاب نه شي نو بيا د رای اچونې دريم پړاو پيليږي. د صدراعظم د ټاکنې په دې دريم او وروستي پړاو کې بيا نسبي اکثريت بسنه کوي. یعني هغه تن صدراعظم کيږي چې تر نورو کانديدانو یې زياتې رای اخيستي وي.

دا وخت دی چې د آلمان ولسمشر بايد لاس په کار شي. ولسمشر کولای شي په نسبي اکثريت سره ټاکل شوی شخص د يوه اقليتي حکومت د صدراعظم او يا صدراعظمې په توگه انتخاب کړي خو دی [ولسمشر] د پارلمان د منحلولو صلاحيت هم لري. بيا بايد دوې مياشتې وورسته نوي انتخابات وشي.