1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته د مهاجرو په راتګ سره بې کوره کسان ډېر شوي

۱۳۹۶ آبان ۲۶, جمعه

په آلمان کې د بې کوره کسانو يوه ملاتړي سازمان ویلي دي چې د بې کوره کسانو شمیر د پخوا په پرتله ډیر شوی. د رپوټ په حواله تر ۲۰۱۸م کال پورې ممکن یو اعشاریه دوه میلیونه کسان په مؤقتي پناه ځایونو کې ژوند وکړي.

https://p.dw.com/p/2nnBU
Obdachlosigkeit in Berlin
انځور: picture-alliance/dpa/P. Zinken

دغه رپوټ په یوه داسې وخت کې خپریږي چې په آلمان کې بې وزلي زياته شوې او په دې هیواد کې د یو اعشاریه یو میلیون مهاجرو د ادغام په هکله شکونه ډیر شوي دي.

د «بې کوره کسانو له پاره د فدرال آلمان کاري ډلې» په خپاره شوي رپوټ کې راغلي دي چې بې کوره کسانو ته د مناسبو او کورنو د ورکړي کچه لږ شوې. دغي ادارې ویلي دي چې د دې ستونزې اصلي لامل له ۲۰۱۵م کال راهیسې دې هیواد ته تر یو میلیون د ډیرو مهاجرو راتګ دی.

د ۲۰۱۶م کال په هکله د آلمان د فدرالي ادارې د شمیرو له مخې د آلمان د ټولو۸۶۰ زره بې کوره کسانو له ډلې څخه ۴۴۰ زره یې مهاجر دي. که څه هم یاد سازمان ټینګار کړی دی چې د دوی شمېرې دا نه په ګوته کوي چې په سونو زره مهاجر دې پر سړکونو او کوڅو کې ژوند کوي. دوی وايي چې دا ځلکه چې مهاجرین هم په ګډو کورونو او کمپونو کې ژوند کوي.

د آلمان د بې کوره کسانو په هکله ځینې شمیرې

د آلمان د ټولو ۸۶۰ زره بې کوره کسانو له ډلې څخه شاوخوا۴۴۰ زره یې مهاجر دي او پر سړکونو باندي د اوسیدونکو کسانو شمیر بیا ۵۲ زره کسانو ته رسیږي. دا د تیرو دوو کلونو په ترڅ کې ۳۳ سلنه زیاتوالی ښيي. په ورته وخت کې په آلمان کې د کورنو د کمښت له امله د کورنو کرایې لوړې شوي او د کرایې د ورکړي په تړاو په آلمان کې تر ټولو لوړه کرایه د هغو کورنو وي چې يوه يا دوې خوني ولري.

که چيري دغه شمېرې په پام کې ونیول شي، په آلمان کې د داسې کورونو شمیر چې یوازي یو کس پکې ژوند کوي، شاوخوا ۱۷ میلیونو ته رسیږي. سربیره پر دې، د تیر کال په ترڅ کې د آلمان د کورنو په مارکیټ کې د یوې يا دوو خونو لرونکو خالي کورنو شمیر ۵.۲ میلیونو ته رسیدلی وو.

زموږ له ارشيف څخه: