آلمان بیا افغانستان ته رد شوي پناه غوښتونکي اخراجوي
۱۳۹۷ مرداد ۲۳, سهشنبهد «زمونږ ويتو» په نوم د رضاکارو مرستندويانو ټولنه، له آلمان څخه افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج اړوند د «بايرن ځانګړې لارې» پروګرام د درولو غوښتونکې شوې ده. د بايرن ايالت د مهاجرت شورا په خپلې انترنيتې پاڼې کې لیکلي دي چې له اخراجیدونکو مهاجرو څخه يو تن یې يوازې يو کال خپله د ښوونځي دوره په مخ کې لري.
د دغه رپوټ پر اساس، يو بل ځوان افغان هم د عملي زدکړو دوه کلنه روزنيزه دوره بشپړه کړې ده او د روغتيايي تخنيک د چارو له پاره د «کولم باخر» شرکت غواړي چې دغه افغان پناه غوښتونکی ډير ژر په کار وګوماري. خو په پام کې نيول شوې ده چې دغه دواړه افغان مهاجر هم د سه شنبې ورځ په پرواز کې کابل ته واستول شي.
د «زمونږ ويتو» رضاکارو مرستندويانو ټولنه د دې غوښتونکې شوې ده چې د بايرن ايالت د کورنيو چارو وزير يواخيم هرمان د دغو مهاجرو چې په ټولنه کې هم په ښه توګه ادغام شوي دي، د پاتې کيدو له پاره هڅې وکړي. یواخيم هرمان د بايرن مسيحي سوسيال اتحاد ګوند څخه دی چې د مهاجرت د يو سخت قانون پلوي کوي.
د مهاجرو دغې ملاتړ کوونکې ټولنې زياته کړې ده چې دا د پوهاوي وړ خبره نه ده چې د بايرن ايالت ولي داسې کسان له آلمان څخه اخراجوي چې د هيڅ جرم مرتکب ګرځيدلي نه دي، بلکه برعکس يې د نمونې په توګه د ځان د ادغامولو له پاره هڅې کړي دي.
د پروتستانت خبري آژانس «اې. پي. دي» د نظرسنجۍ پر اساس، بايرن د آلمان يوازينی ايالت دی چې اخراج ته مکلف ګرځول شوي افغانان پرته د هيڅ ډول شرايطو په نظر کې نيولو، خپل هيواد ته اخراجوي. دا په داسې حال کې ده چې د آلمان په اکثرو نورو ايالتونو کې، افغانستان ته د اخراجونو محدويدتونه رعایتيږي او اوس مهال په لومړي سر کې هغه مهاجر کابل ته استوي چې له امنيتي اړخه خطرناک پيژندل شوي او يا هم مجرم وي.
د بايرن د کورنيو چارو وزارت يوه وياند «اې. پي. دي» خبري آژانس ته ويلي، له هغه وخته چې د آلمان فدرالي حکومت په جون مياشت کې افغانستان ته د اخراجونو په تړاو محدوديتونه لرې کړي، هغه افغان پناه غوښتونکي چې د پناه غوښتنې يې رد شوي، مکلف دي چې د آلمان خاوره پريږدي.
د بايرن ايالت په ډيره جدي توګه د آلمان په کچه معتبرو قوانينو ته پابند دی. تر دې مخکې يوازې په درې کټکورۍ کې شامل افغانان افغانستان ته اخراجيدل: هغه چې مجرم پيژندل شوي، هغه چې د آلمان امنيت له پاره خطرناک دي او هغه پناه غوښتونکي چې د خپل هويت ښوولو په برخه کې يې له اړوندو ادارو سره مرسته نه کوله.
په ورته موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: