1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« جرمني په ډیجیتلي تکنالوژۍ کي تر چین شاته دی»

۱۳۹۷ آذر ۲۴, شنبه

د چین څخه د المان جمهورریس د خپلي لیدني پروخت وویل، چي دغه هیواد څنگه په یوه ډیجیتلي ملت باندي اوړي. د شټاین مایر په خبره خو متأسفانه جرمني په ډیجیتلي تکنالوژۍ کي تر چین ډیر شاته دی.

https://p.dw.com/p/39onG
Bundespräsident Steinmeier in China Berufsbildungszentrum  Man Sum
انځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersen

د المان جمهورریس فرانک والټر شټاین مایر،چي همدا څو ورځي دمخه چین په سفر تللی و ، پوره یوه اوونۍ یې د دغه هیواد د لیدو له پاره اختصاص کړه. دا په ۲۰۱۷ کال کي د شټاین مایر له جمهورریس کیدو څخه  د یوه هیواد څخه دده تر ټولو اوږد سفر دی. ده هلته د اقتصادي شرکتونو، تحصیلي مؤسساتو او موزیمونو څخه د لیدني ترڅنگ  د چین د جمهورریس، شي جینگ پینگ او صدراعظم، لي کیکیانگ سره په پیکینگ کی هم وکتل.

شټاین مایر مگر د چین د جنوب،گوانک شو ښار څخه د لیدني پرمهال  دا هم وویل، چي کله چي خبره د مصنوعي زیرکتیامطرح سي، بیا نو موږ د چینایانو سره متفاوت نظر لرو. خو دا پوښتنه یې هم مطرح کړه، چي« څنگه موږ کولای سو د دې مخنیوی وکړو، چي د ډیجیتلي تکنالوژۍ  د اعدادو او ارقامو په اصطلاح دریاب کي د افرادو او اشخاصو شخصي احوال او معلومات هم خوندي وساتو.»

Technologie l Roboter in der Krankenpflege
انځور: picture alliance/dpa/J. Stratenschulte

جرمني  دډیجیتلي لحاظه ډیر پاته دی

د افرادو او اشخاصو دشخصي احوال او معلومات دخوندي ساتلو موضوع که نوره هم عامه طرحه سي، نو ددې سوال سره مخامخ کیږو، چي په څه ډول  به په راتلونکي جهاني- ډیجیتلي تکنالوژۍ کي زموږ تصورات او ارزښتونه رول ولري؟ په داسی حال کي ، چي جرمني پخوا د تخنیکی لحاظه یو ډیر مخکښه هیواد ؤ، خو اوس بیا د ډیجیتلي تکنالوژۍ په برخه کي ډیر شاته پاته سوی دی.

پاته دي نه وي، چي همدا لږ وخت دمخه د جرمني حکومت یوه نوې  ډیجیتلي ستراتیژي تصویب کړه. صدراعظمي انګيلا ميرکل ددغي طرحي د تصویبولو پروخت ویلي وه،:« دغه ستراتیژي به جرمني د مصنوعي زیرکتیا په برخه کي په بين المللي سطح ډیر مخکښه کړي.»

IFA 2018 | Snips und NXP kooperieren
انځور: Snips

حکومت تر ۲۰۲۵ م کال پوري  په دې څانگه کي درې ملیارډه پانگه اچونه کوي. دا که څه هم په لمړي قدم کي ډیري معلومیږي، خو د مثال په ډول چین بیا تر همدغه وخت پوري ۱۵ ملیارډه ډالره او تر ۲۰۳۰ کال پوري یې په هغه کي  ۱۵۰ ملیارډه ډالره  پانگه اچونه پلان کړې ده.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 07.12.2017)