څيړنه: په لسونو زره مسلکي بهرنيان له آلمانه وتلي
۱۳۹۷ آذر ۲۴, شنبهآلمان ته مهاجرت او له آلمان څخه بهر ته د مهاجرتونو په باب د يوې نوې څيړنې پايلې، د دغه هیواد د کار بازار له پاره يوه خبرداری ورکونکې پديده ده. د آلمان د اقتصاد انستيتيوت په نوم مؤسسې (IW) په يوه اقدام کې آلمان څخه د مهاجرتونو او د دغه هيواد پر اقتصاد د هغو د اغيز په اړه يوه څيړنه ترسره کړې چې اوس يې پايلې خپرې شوي دي.
په تير ۲۰۱۷ ميلادي کال کې، شاوخوا يو ميليون او ۴۰۰ زره بهرنيان د کار له پاره آلمان ته راغلل. اوس ښکاره شوې چې د دغو کسانو نيمايي يې بيرته له آلمان څخه وتلي او د کار او ژوند له پاره يو بل هيواد ته مهاجر شوي دي. په دې موندنه کې تر ټولو د اهميت وړ ټکی دا دی چې د هغو کسانو په ډله کې چې له آلمان څخه بيرته تللي، تر ټولو ډیره برخه يې متخصصان دي.
د آلمان د اقتصاد موسسې د خپرو شوو پايلو پر اساس، د هغو کسانو د شمير له مخې چې تيرکال له آلمان څخه بيرته وتلي، د هغو کسانو شمير چې په دغه هيواد کې د کار او ژوند له پاره پاتې دي، شاوخوا ۶۸۰ زره کسان دي. دوه دريمه برخه د دغو کسانو، د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادنو اتباع دي.
دغه څيړنه ښيي چې د هغو بهرنيو مهاجر شمير چې د درو لمړنيو کلونو پر وخت بيرته آلمان څخه وځي شمیر يې د لوړيدو په حال کې دی. له همدې کبله، دا له ذهن څخه لرې نه ده چې آلمان ته د راغلو مهاجرو څخه يوه لويه برخه يې، د کار او ژوند له پاره نورو هيوادونو ته مهاجرتونه کوي.
کوم څه چې د دې سبب ګرځي چې دغه خلک له آلمان څخه نورو هيوادونو ته د تلو تصميم ونيسي هغه په ځانګړې ډول په نورو هيوادونو کې د دوی د خپل او خپلوانو شتون، راشه درشه او کورنۍ اړيکې دي.
ويل شوي چې هغه مهاجرې کورنۍ چې دوه يا درې اولادونه لري د هغو مهاجرو په پرتله چې مجرد دي او يا اولادونه نه لري، په آلمان کې پاتې کيدو ته ډيره ترجيح ورکوي. آلمان ته د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو څخه وروسته تر ټولو ډیر د آسيا او افريقا هيوادونو اتباع د کار او ژوند کولو له پاره راځي.
د آلمان د اقتصاد موسسې د څيړنې ليکوال او چمتو کونکی ويډو ګايس تونه، آلمان دولت څخه غوښتي تر څو د کورنيو د يو ځای کيدو پروګرامونو شرايط لا ښه کړي تر څو مهاجرو ته په آلمان کې تر دې د لا اوږدې مودې د حفاظت شرايط برابر شوي وي.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: