۷۷۰ زره د پناه غوښتنې دوسيې لا نه دي کتل سوي
۱۳۹۴ بهمن ۱۷, شنبهاعلان
د فرانسي خبري آژانس په حواله د آلمان د کډوالو ادارې (BAMF) مشر فرانک یُرگن وائزه تائیدوي چې په آلمان کې د بهرنیانو د سیاسي پناه د غوښتنلیکونو په هکله پریکړې ځنډیږي.
وائزه وایې: « په ۲۰۱۵ م کال کې آلمان ته د ۶۷۰۰۰۰ څخه تر ۷۷۰۰۰۰ راغلو کډوالو د سیاسي پناه د غوښتنلیکونو په هکله تر اوسه پورې وروستۍ پریکړه نه ده شوې.»
د کډوالو په هکله د آلمان فدرالي ادارې مشر زیاته کړې ده چې روان وضعیت او د خپلو دوسیو په هکله د پریکړې له پاره دومره اوږد انتظار نه یوازې دا چې د مهاجرینو له پاره د منلو وړ نه دی، بلکې په ټولنه کې د دوی د ادغام یا ورگډیدو پروسې ته هم زیان رسوي.
وائزه دا هم وویل دي چې د دغه بطي چلند له امله کډوال نشي کولې د آلمان د کار بازار ته لارسئ پيدا کړي، چې له امله یې د آلمان اقتصاد ته هم زیان رسیږي.
آلمان ته له رسیدو سره سم کډوال باید په اړونده اداره کې خپل نوم ثبت او راجستر کړي. وروسته تر دې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي اداره دغه کډوال مختلفو ایالتونو ته استوي. په لومړي سر کې دوی په مؤقتي استوگنځایونو یا د کډوالو په کمپونو کې اوسیږي. تر هغې چې د مهاجرو د دوسیو په هکله پریکړه نه وي شوې دغه کډوال باید د مهاجرینو په مرکزونو کې پاتي شي.
د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادراې مشر ویلي دي چې آلمان ته له ۳څخه تر ۴ سوو زره کډوالو نومونه هم نه دي ثبت شوي. د وائزه په حواله د تیر کال تر پایه پورې د ۳۷۰۰۰۰ سیاسي پناه غوښتنې د دوسیو په هکله پریکړې هم نه دي شوي.
تیر کال آلمان ته تر يو مليون او سل زرو ډیر مهاجر د پناهندگۍ ترلاسه کولو له پاره رسیدلي ول. د مهاجرینو د راتگ بهیر اوس هم جریان لري. خو د ۲۰۱۶ کال په جنوري میاشت کې د کډوالو د راتگ په بهیر کې لږ څه کموالی لیدل کیده.

د جنوري په میاشت کې نږدې ۹۲ زره کډوال آلمان ته رسیدلي دي. دغه شمیر د ۲۰۱۵ کال د دسمبر میاشتې په پرتله ۲۸ سلنه کم والی ښیې.
اعلان