1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«۳۶ ميليونه انسانان په ايډز اخته دي»

اندرييف/ احمدولي اڅکزی۱۳۹۳ آذر ۱۰, دوشنبه

د۱۹۸۱م کال د دسمبر مياشتي پر لومړۍ نېټه ايډز د يوې ناروغۍ په توګه په رسميت وپېژندل سو. دغه ناروغي د (HIV) ويروس له کبله رامنځته کيږي. هره ورځ ۹۳۰۰ انسانان په دغه وايروس اخته کيږي.

https://p.dw.com/p/1DxPu
انځور: MSF

د دوشنبې ورځ چي د دسمبر مياشتي لومړۍ نېټه کېږي د آيډز نړيواله ورځ ده. په دغه ورځ د نړۍ په تقريباً ټولو هيوادونو کي د ايډز په تړاو معلوماتي غونډي او سيمينارونه جوړيږي او رسنۍ هم دغې موضوع ته ځانګړې پاملرنه کوي.

اېډز(AIDS) د Acquired immunodeficiency syndrom نومي ناروغۍ مخفف دی چي په پښتو ورته «د بدن دفاعي سيسټم د خرابېدو د اخيستل سوې ناروغۍ» اصطلاح هم کارول کېدلای سي. دغه ناروغي هغو کسانو ته ورپيښيږي چي تر مخه د (HIV) په نوم وايروس اخته سوي وي.

ايډز څنګه رامنځ ته کيږي؟

د (HIV) وايروس د يو انسان څخه و بل انسان ته د بدن د مايعاتو د تبادلې او د ويني له لاري انتقال کېدلای سي. د بېلګي په توګه که يوه پاکي چاړه د (HIV) په وايروس اخته انسان له پاره وکارول سي او بيا همغه چاړه د بل روغ انسان له پاره وکارول سي، نو بيا دغه وايروس هغه روغ انسان ته انتقاليږي.

همداسي د پيچکارۍ يا ستنې له لاري او يا د په اېچ آی وي ککړو وينو د ورکړي له لاري هم دغه وايروس له يو انسان څخه بل انسان ته سرايت کولای سي. د دې تر څنګ د جنسي اړيکو له لاري هم دغه وايروس له يوه انسان څخه بل ته انتقالېږي. خو په لاس ورکولو، يو ځای ډوډۍ خوړلو يا ټولو هغو فعاليتونو کي چي له کبله يې وينه نه تبادله کيږي، د (HIV) وايرويس نه سي انتقال کېدلای.

ايډز د انسان د بدن دفاعي سيستم خرابوي

کله چي د يو روغ انسان بدن ته د ميکروب يا وايروس په شکل يوه ناروغي ننوزي، نو د انسان د بدن دفاعي سيسټم د دغه ميکروب يا وايروس د وژلو له پاره فعاليت شروع کوي، څو انسان تر يو څه وخت وروسته له دغې ناروغۍ څخه خلاص کړي. همدا وجه ده چي انسان بې له درملو څخه هم له يو شمېر ناروغيانو څخه جوړيږي يا جوړېدلای سي. خو د (HIV) وايروس د دې باعث ګرځي چي د انسان دفاعي سيسټم خراب کړي.

په دې توګه د (HIV) په وايروس اخته انسان په ايډز اخته سي. مانا دا چي د بدن دفاعي سيسټم يې خراب سي. په داسي يو صورت کي نور د دغه انسان بدن د هيڅ ډول ناروغيانو په وړاندي د دفاع کولو توان نه لري او په ځينو مواردو کي حتی يو ساده زکام د دغه انسان د وژل کېدو سبب ګرځېدلای سي.

د ايډز اصلي خطر په همدغه کي دی چي نور د انسان بدن د هيڅ ډول وړې او لويي ناروغۍ څخه دفاع کولای نه سي.

د ايډز له پيدايښت راهيسي تر اوسه ۳۶ ميليونه انسانان له دغي ناروغۍ څخه مړه سوي دي. د احصائيو له مخي په نړۍ کي له هرو سلو انسانانو څخه يو يې په (HIV) وايروس اخته دی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخي په ۲۰۱۲م کال په نړۍ کي تقريباً ۳۵،۳ ميليونه انسانان په (HIV) ويروس اخته ول چي له هغه راهيسي هره ورځ په دغه شمېر کي زیاتوالی راغلی دی.

د يوه اټکل له مخي هره ورځ تقريبا ۹۳۰۰ نوي انسانان په (HIV) وايروس اخته کيږي. په افريکا کي داسي هيوادونه سته، چي تقريبا هر څلورم انسان په (HIV) اخته دی.

د ايډز علاج نه سته

په پرمختللو هيوادونو کي داسي درمل سته چي د ايډز سرأت کموي خو له منځه يې نه سي وړلای. خو دا چي دغه درمل ډېر گران دي نو د نړۍ زياتره په ايچ اي وي اخته انسانان د دغو درملو د کارولو اقتصادي توان نه لري.

کارپوهان وايي چي د (HIV) په تړاو پوهاوی يو له تر ټولو مهمو اهدافو څخه دی. هغه څوک چي له (HIV) څخه د ځان ژغورلو او ځان ساتلو په هکله پوهه ولري، هغه ځان له دغې ناروغۍ څخه خوندي ساتلای سي.

افغانستان هم يو له هغو هيوادونو څخه شمېرل کيږي چي (HIV) وايروس پکښې پيدا سوی او په اړه ئې د خلکو تر منځ پوهاوی يا خو نه دی موجود يا ډېر کم دی، نو ګواښ يې هم زيات دی.

د ايډز ناروغي مرګونې ده او تر اوسه يې د رغېدو له پاره هيڅ درمل او علاج نه سته.