۲۰۱۶م کال په فضا کي څه تير سول
۲۰۱۶م کال د فضانوردۍ په تاریخ کې یو له هیجانه ډک کال وو. د بریتانوي فضانورد د مراتون ځغاسته او د یوه ستورمزلي ځان وژنه د دغه لا یتناهي کهکشان د پيښو یوه کوچنۍ برخه ده.
(Sentinel-3A)
په فبرورۍ میاشت کې د (Sentinel-3A) یا ای۳ - ماموریت سپوږمکۍ فضاء ته واستول شوه. دغه سپوږمکۍ په ځمکه کې رامنځته کیدونکي اقلیمي بدلونونه تر نظر لاندي ساتي او په دې اړه راټول کړي معلومات ځمکې ته رااستوي. دغې سپوږمکۍ تر اوسه پورې له فضاء څخه د فضاء او هغې ځمکې چې موږ پرې ژوند کوو بې ساري انځورونه را استولي دي.
په آسیا کې په بشپړ ډول د لمر نیول کیدل
د مارچ په نهمه سپوږمۍ د یوي لنډې مودې له پاره پر لمر خپل سیورې وغوړاوه او یوه بشپړ لمر نیونه یې رامنځته کړه چې د اندونیزیا او آرام سمندر په یو شمیر برخو کې لیدل شوی وو. په سپټمبر کې یو وار بیا سپوږمۍ د لمر مخ ته واقع شوه، خو دا وار په دې توپير سره چې سپوږمي له لمر څخه ډیره فاصله درلوده او په بشپړ ډول لمر نیونه رامنځته نه شوه. دا وار یوه حلقوي لمر نیونه رامنځته شوې وه چې تر ښکلاء ډیر څه نه وه.
په فضاء کې مراتون
په اپریل میاشت کې د (ISS) په نړیوال فضایې ستیشن کې بریتانوي ستورمزلي تیم پیک، په داسې حال کې چې د ځمکې پر سر په لندن کې د مراتون ځغاستې جریان درلود له دغو لسونو زرو کسانو سره یې په دغه سیالۍ کې ګډون وکړ، البته په مجازي توګه. پيک په ۳ ساعته او ۳۵ دقیقو کې له ۴۲ کیلومتره منډي وهلو سره خپل نوم د ګینس د نړیوالو ریکاډونو په کتاب کې (په فضاء کې د مراتون د تیزې منډې وهونکي) په توګه ثبت کړ.
کوچنۍ عطارد د لوې لمر مخکې ته
د می میاشتې په ۹ د شمسي نظام تر ټولو کوچنۍ سیاره د ځمکې او لمر تر منځ واقع شوه او په دې توګه یو کوچنی او مینیاتوري لمر نیونه رامنځته شوه. دغه لمر نیونه ۷ نیم ساعته دوام وکړ. په ندرت سره پيښیږي چې عطارد، ځمکه او لمر دې په محور کې سره راشي. یوه پيړۍ کې له ۱۳ څخه تر ۱۴ واره داسې پيښیږي.
د «جونو» له دیده
د "جونو" په نوم فضایې تحقیقې سپوږمکۍ د جولای میاشتې پر ۴مه د شمسي نظام تر ټولو لوې سیارۍ مشري په مدار کې واقع شو. «جونو» د خپل ماموریت دورۍ له پیل څخه تر اوسه پورې ډیر په زړه پورې اطلاعات او انځورونه ځمکې ته استولي دي. سره له دې چې دغه سپوږمکۍ له لمر څخه ډیره فاصله لري، خو خپل د اړتیا وړه انرژي د لمر له وړانګو څخه ترلاسه کوي.
یوازنۍ ښځه چې په فضاء کې ده
امریکایې فضانوردي کاتلین رابینز، د ۲۰۱۶م کال دوبۍ په فضاء کې تیر کړ. تر دې دوه کاله مخې ایټالوۍ سامانتا کریستوفورتۍ لومړۍ ښځه فضانورده وه چې په فضاء کې یې وخت تیر کړ. ټاکل شوی ده چې په ۲۰۲۰م کال به یوه آلمانۍ نړیوال فضایې سټیشن ته واستوله شي.
تګ راتګ په بریاليتوب سره
تر څو واره ناکامه کوښښونو وروسته بالاخره د سپيس ایکس پورې اړوند د «فالکون ۹» فضاء توغندي وکولی شول په بریالیتوب سره خپل سفر بشپړ او بیرته ځمکې ته را ستون شي.
د Rosetta ماموریت پای
په سپټمبر میاشت کې د فضایې چارو مینه والو د Rosetta د لمنځه تلو له امله اوښکي وبهولې. دغه سپوږمکئ په ۲۰۱۴ کال کې د اروپایانو له خوا د مشتري سیارې اطرافو ته استول شوی وه. دغه سیاره د خپل ماموریت تر بشپړولو وروسته لمنځه ولاړه.
له مریخ سره ټکر
د "شیاپارلي" په نوم د اروپا د فضایې سازمان فضایې بیړۍ باید د اکتوبر میاشتې پر ۱۹ نیټه د مریخ پر مخ ناسته کړې وایې، خو له بده مرغه یې د مریخ له سطحې سره ټکر وکړ او لمنځه ولاړه.
گالیلئو
د سټلایټ گالیلئو په نوم اروپایې اتحادیې او اروپا د فضایې سازمان ګډ محصول دی چې د دسمبر میاشتي پر ۱۵مه نیټه یې خپل کار پيل کړی دی. دغه سپوږمکۍ د جهت او موقعیت معلومولو، په برخه کې مرسته کوي.