۱۰۰ کلنه مېرمنه د جنسي تېري وروسته مړه سوه
۱۳۹۵ مرداد ۳۱, یکشنبه
د «واشنګټن پوسټ» ورځپاڼي د راپور په حواله د ۳۷ کلن سړي پر ضد د سزا لومړۍ فيصله د هغه وروسته واورول سوه، چي په کنساس کي د ژيورۍ يوې ډلې تورن کس تېره مياشت مجرم وبلی.
د ورځپاڼي د راپور له مخي تورن کس د ۲۰۱۴ کال په سپتامبر مياشته کي سهار وختي د ۱۰۰ کلنې يوې مېرمني کور ته د غل په توګه ورننوت. دغه مېرمنه په کور کي يوازي اوسېدله او دا چي له کمزورۍ پر پښو سمه نه سوای تللای نو يې د تګ له پاره څلور پښې لرونکي امسا ته اړتیا لرله. غل پر دغې مېرمني جنسي تېری وکړ او دغه مېرمنه د پيښي وروسته د خپلو ګاونډيانو کور ته د مرستي په تلاښ ولاړه.
په روغتون کي طبي مرستندويانو له دغي ښځي سره د خبرو په جريان کي واورېدل چي غل دغه ښځه پوري وهلې او ټکولې ده. دغه زړه مېرمنه د يوې نرسې په وينا ډېره وارخطا وه. وروسته طبي معاينې وښودله چي دغه زړه ښځه د جنسي تېري قرباني سوې او سخته ژوبله سوې وه. غل چي په تېښته کي بريالی سوی ؤ، د DNA يا د ژنيتيکي کوډ د ازموينې په ترڅ کي ونيول سو.
د جنسي تېري قرباني ښځه د دغې پيښي څخه يوه مياشت وروسته مړه سوه. د طبي معاينو له مخي دغه مېرمنه د غل د تېري او بريدونو له کبله د رامنځ ته سوو زخمونو له کبله مړه سوې وه.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (26.11.2014):