1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو ځل بیا میرکل، خو له چا سره؟

نسیم صابر (بیرند گریسلر)۱۳۹۲ شهریور ۳۰, شنبه

د آلمان په پارلماني ټاکنو کې د انگلا مېرکل د بيا ټاکل کیدو ډیر احتمال شته. خو پوښتنه دا ده چې د هغې ګوند CDU به له چا سره حکومتي اييتلاف جوړ کړي. ډېري آلمانيان د CDU او SPD گوندونو تر منځ یوه اييتلاف ته ترجيح ورکوي.

https://p.dw.com/p/19lWy
German Chancellor and conservative Christian Democratic Union (CDU) leader Angela Merkel (C) waves during a CDU election campaign rally in Berlin September 21, 2013. Merkel looks on track to win a third term in a weekend election in Germany but faced a battle to preserve her centre-right majority and avert a potentially divisive coalition with the centre-left.. REUTERS/Thomas Peter (GERMANY - Tags: POLITICS ELECTIONS) ***FREI FÜR SOCIAL MEDIA***
Bundestagswahl 2013 Wahlkampfabschlussveranstaltung CDU Merkelانځور: Reuters

له پارلماني ټاکنو څخه درې ورځې مخکې په مليونو آلمانيانو ته د پوستې له لارې د «انګلا مېرکل، صدراعظمې او د مسيحي دموکرات ګوند د مشرې» له خوا يو استول شوی ليک ورسېد. په دغه لیک کې راغلي وو: «که تاسو غواړﺉ چې زه ستاسو د صدراعظمې په توګه خپل کار ته دوام ورکړم، نو د يکشنبې په ورځ خپلې دواړې رايې مسيحی دموکرات ګوند ته ورکړﺉ.»

د میرکل په لیک کې راغلې وروستۍ کلمې ډبلې چاپ شوې وې. دغه قيمته کمپاين ليبرال دموکرات ګوند (FDP) ته د مېرکل چټک ځواب دی چې په بايرن آيالت کې تر انتخاباتي ماتې وروسته په شدت سره له مسيحي دموکراتانو (CDU) څخه رايې په پور غواړي.

د آلمان په ایالتي د او د مرکزي پارلمان په ټاکنو کې د پنځو سلنه رایو یو خنډ ټاکل شوی دی چې له مخې یې باید هر گوند پارلمان ته د لار موندنې په موخه لږ تر لږه پنځه سلنه رایې وگټي. تر دې مخکې ليبرال دموکرات ګوند (FDP) د بایرن په ایالتي ټاکنو کې یوازې ۳،۳ سلنه رایې وړې وې او له همدې کبله یې ایالتي پارلمان ته لار نه وه موندلې.

له دې کبله چې FDP د آلمان په اوسني حکومت کې د CDU اییتلافي ملگری دی، دغه گوند غواړي چې د آلمان د مرکزي پارلمان یا «بوندستاگ» له پاره په ټاکنو کې د خپل بیاوړي ملگري CDU یو څه رایې خپلې کړي خو د CDU ګوند له مقر څخه اورېدل کيږي چې هر څوک د خپل ځان له پاره مبارزه کوي. مېرکل نه غواړي او نه دې ته اړتيا لري چې خپل برخه ليک دې له کمزوري شوي اييتلافي ملګري سره شريک کړي، چې د وروستيو نظرپوښتنو له مخې يوازې لږ له پنځو سلنو څخه اوښتی دی. څېړونکي تور او ژيړ اييتلاف يعنې CDU او FDPتر منځ اییتلاف يوازې يوه سلنه له اپوزيسيون څخه مخکې ګڼي. خو د احصايوي تېروتنو د کچې له کبله څرګنده نه ده چې آيا دغه اييتلاف ته دوام ورکول کېدای شي او که نه.

پیر شتاینبروک په برلین کې د وینا پر مهال
پیر شتاینبروک په برلین کې د وینا پر مهالانځور: picture-alliance/dpa

خو صدراعظمه میرکل په يو ښه موقف کې قرار لري. د هغې مسيحي دموکرات ګوند په احتمال سره ۴۰ سلنه رايې تر لاسه کوي، تر ټولو غښتلی ګوند راوځي او خپل اييتلافي ملګری غوره کولای شي. که FDP بريالۍ نه شي نو SPD هم چمتو د میرکل له گوند سره اییتلاف جوړولو ته چمتو دی. دا په داسې حال کې ده چې هم مېرکل او هم د هغې سوسيال دموکرات سيال پیر شتاینبروک، تل ويلي دي چې دغه شان يو اييتلاف د دوی اصلي هدف او هيله نه ده. د SPD مخکښه کانديد آن په علني ډول اعلان کړی وو چې دی نه غواړي انګلا مېرکل واک ته ورسوي، بلکې غواړي چې په خپله د يو سور زرغون حکومت صدراعظم جوړ شي.

د کيڼ اړخو اييتلاف يوازې د انتخاباتي کمپاين يوه خپسکه ده

په ګډه سره SPD او زرغون ګوند په وروستيو نظر پوښتنو کې يوازې ۳۶ سلنه رايې تر لاسه کوي. تر ټولو احتمالي د حل لاره د خلکو له خوا غوښتل شوی لوی اييتلاف دی، چې سياستپوهان او رسنۍ يې نه خوښوي. دغسې يو لوی اييتلاف له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۹ کاله پورې حاکم وو.

په تيوري کې سوسيال دموکراتان له زرغون او کيڼ ګوند سره مېرکل له واکه راپرځولی هم شي. د دې له پاره بايد د کيڼ اړخو ډلې سره راټولې شي چې د محافظه کارانو له خوا په انتخاباتي کمپاين کې د يوې خپسکې په توګه معرفي شوې وې. خو SPD او زرغون ګوند له کيڼ اړخو سره اييتلاف ردوي. ويل کيږي چې له هغوی سره «حکومت جوړول ناممکن دي» ځکه چې کيڼ ګوند د يورو پولي واحد د ژغورنې د ټولو بستو په ضد رايه ورکړې ده، د آلمان پوځ ټول بهرني ماموريتونه ختمول او ناټو له منځه وړل غواړي.

په لږ اکثريت سره د يورو کړکېچ شا ته پرېښودل کېدای شي؟

ټولې نظرپوښتنې دا هم ښېي چې رايه ورکوونکي د CDU/CSU او SPD تر منځ لوی اييتلاف له دې کبله هم خوښوي چې دغسې اييتلاف هم د «ټولنيز عدالت» موضوع او هم د «يورو ژغورنه» په مناسب ډول رانغاړي.

مېرکل په دې وروستيو وختونو کې ويلي وو چې سوسيال دموکراتان د اروپا په سياست کې «د ډاډ وړ نه دي»، خو دا يوازې د انتخاباتي کمپاين په ترڅ کې يوه خبره وه. په تېرو څو کلونو کې SPD د آلمان په پارلمان کې د يورو د ژغورنې ټولو بستو ته مثبته رايه ورکړې ده. که د يورو په مقابل کې ولاړ ياغيان چې د «آلمان له پاره د بديل» ګوند يې جوړ کړی دی، او غواړي چې د آلمان پخوانی پولي واحد مارک بېرته راولي، د پنځه سلنې له حد اقل خنډ څخه واوړي او پارلمان ته لاره ومومي، نو صدراعظمه انگلا میرکل، د يورو د ژغورنې له پاره په پارلمان کې يو پراخ بنسټ ته اړتيا لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب