یو وار بیا د مهاجرو د دقیق کنترول بحثونه راپورته شوي دي
۱۳۹۵ مهر ۲۰, سهشنبهد آلمان د داخلي استخباراتو ادارې مشر هنس ګئورګ ماسن، ویلي دي چې جابر البکر چې د آلمان د ترانسپورت څانګې پر زیربناو د ترهګریزو بریدونو ترسره کولو په شک نیول شوی ګمان کیږي چې د داعش«اسلامي دولت» ډلې له خوا یې د تروريستې بریدونو امر ترلاسه کړی وي.
ګئورګ ماسن، زیاته کړه موږ داسې اسناد او شواهد په لاس کې لرو چې پر دې ګواهي ورکوي چې دغه کس غوښتل د آلمان پر ریل ګاډو بریدونه ترسره کړي.
هغه غوښتل چې په پیل کې د برلین پر هوایې ډګر برید وکړي. ماسن ویلي دي چې د سپټمبر میاشتې په لومړیو کې مو داسې اسناد ترلاسه کړي ول چې د «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې د آلمان پر زیربناو تروروستې بریدونه پلان کړي دي.
ماسن زیاته کړې: دې کار تر پنجشنبې ورځې دوام پیدا کړ، څو موږ بیامومو چې کوم کس دغه امر ترلاسه کړی دی. د البکر په هکله دغه اسناد او شواهد د جمعې په ورځ د آلمان د داخلي استخباراتو ادارې د زاکسن ایالت پولیسو ته سپارلي وو.
په پيل کې د شنبې په سحر په کمنیتڅ کې د دغه شکمن ترهګر د نیول کیدو عملیات له ماتې سره مخامخ شو، خو د دوشنبې په ورځ په لایبزیک کې د دغه ۲۲ کلن له نیول کیدو سره، په ظاهره کې په آلمان کې د بلژیم او فرانسې په څیر لویو بریدونو مخه ونیول شوه.
د استخباراتي ادارو له خوا د مهاجرو څارنه
په همدې منځ کې د مهاجرو د استخباراتي بررسۍ په اړه بحثونه راپورته شوي دي. په داسې حال کې چې په آلمان کې مسیحي دیموکرات او سوسیال مسیحي ګوندونو د کورنۍ او بهرنیو استخباراتو د واک او لاسرسي زیاتولو غوښتنه کړی، د آلمان سوسیال دیموکرات او زرغون ګوندونو پر ټولو مهاجرو د شک کولو پر وړاندی خبردارۍ ورکړی دی.
په داخلي چارو کې د بایرن ایالت د سوسیال مسیحي اتحاد سیاستوال هنس پيتر هول، پر ترهګرۍ د شکمن مهاجرو په هکله د ټولو استخباراتي ادرو تر منځ د اطلاعاتو د شریکولو غوښتنه کړی. نوموړي زیاته کړی ده چې بالاخره ټول استخباراتي کړۍ باید د مهاجرو په هکله بشپړ او اتوماتیک اطلاعاتو ته لاسرسي ولري.
د آلمان په پارلمان کې د داخلي سیاست په چارو کې د مسیحي دیموکرات ګوند استازې آرمین شوستر، هم ویلي دي چې د پولیسو له خوا د بریدونو مخنیوی باید د پناهندګۍ په بهیر کې لوی نقش ولري.
د سوسیال دیموکرت ګوند څخه د آلمان د نورد راین وستفالت ایالت د کورنیو چارو وزیر رالف ییګر، خبردارۍ ورکړی دی چې ټول مهاجر باید تر شک لاندی ونه نیول شي. نوموړي زیاته کړی ده: «دا یوه تیروتنه ده چې سلګونه زره کسان چې د جګړې او ترهګرو څخه تښتیدلي او آلمان ته یې پناه راوړې ده، په مجموع کې پرې شک وشي.»
د داخلي سیاست په برخه کې د زرغون ګوند ویاندې ایریني میهالیک، د بایرن ایالت د سوسیال مسیحي اتحاد غوښتنه غیر مسئولانه بللې او ویلي یې دي چې:«د استخباراتو د مهارتونو زیاتولو په هکله شخړیزې غوښتنې موږ ځای ته نه رسوي، بلکې د ټولنې تر منځ واټن لا زیاتوي.»
د آلمان لوې څارنوال د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د مهاجرو بهیر له زیاتیدو سره د ترهګریزو بریدونو ګواښ هم زیات شوی دی او که نه؟ وویل چې آلمان د یوې اوږدې مودې راهیسې د افراطي اسلامپاله ترهګرو هدف وو.
تر دوو کلونو د ډیرې مودې راهیسې امنیتي اداره دا موضوع پورته کړی وه چې اوس یې یو وار بیا د توجه په مرکز کې ځای نیولی دی.