«خراب امنیت د ټاکنو پر وړاندې لوی خنډ دی»
۱۳۹۲ دی ۱۷, سهشنبهد مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې عمومي په غونډه کې یو شمیرسناتورانو په هېواد کې روان امنیتي وضعیت د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې ستر ګواښ وباله. دغو سناتورانو پر امنیتي چارواکو باندې غږ وکړ چې که سر له اوسه دې ستونزې ته جدې پاملرنه ونه کړي نو د ټاکنو پر مهال به د هغې د حلولو توان و نه لري.
د مشرانو جرګې ځیني غړي ادعا کوي چې اوس مهال د هېواد ۴۰ سلنه سیمې ناامنه دي.
د دې جرګې غړې ګلالۍ اکبري، په دې اړه وویل: «حقیقت دا دی چی ناامني نن تر۴۰ سلنه ډیرو سیمو کې شته نو موږ نه شو کولای چې رڼې او سر تا سري ټاکنې ولرو.»
اغلې اکبري زیاتوي چې د تیرو ټاکنو په پرتله امنیت خراب دی او بدخشان کې لا اوس د ۱۶ ټاکنیزو مرکزونو امنیت تر ګواښ لاندې دی. دغه راز د مشرانو جرګې بلې غړې فریدې کوچۍ هم د ناامنیو د لمنې پراخیدو په اړه اندیښنه وښوله او زیاته یې کړه چې په تیرو ټاکنو کې خلکو ته مرګ ژوبله او مالي زیانونه واوښتل: «د بلخ په چاربولک، چمتال او نورو ولسوالیو کې په تیرو ټاکنو کې د خلکو غوږونه او ګوتې غوڅ شوي دي، نو څرنګه به بیا هم خلک په ټاکنو کې رایه ورکړي؟»
دا څرګندونې په داسې مهال کیږي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم څو ځله ناامنۍ د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې ستر ګواښ بللی دی. خو یو شمیر امنیتي او پوځي چارواکو بیا تیره ورځ له افغان ولسمشر حامد کرزي، سره د لیدنې پر مهال هغه ته ډاډ ورکړ چې د ټاکنو امنیت به وساتي.
د کورنیو چارو وزارت چارواکو هم د سناتورانو اندېښنو ته په ځواب کې ویلي دي چې د ټاکنو له اووه زره مرکزونو څخه یوازې د ۲۰۰ ټاکنیزو مرکزونو امنیت له ګواښ سره مخ دی.
د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي دي چې هڅه کوي ډير ژر د ناامنه ټاکنیزو مرکزونو امنیت هم خوندې کړي. ښاغلي صدیقي یو ځل بیا ډاډ ورکړ چې د ټاکنو امنیت د کورنیو چارو وزارت د مهمو موخو په سر کې ځای لري او په دې برخه کې هیڅ ډول اندېښنه نه شته: «موږ د ټاکنو د امنیتي پلان پر بیلابیلو اړخونو باندې په جدې توګه کار کوو او د کونړ ځیني ولسوالۍ په ځانګړې توګه د چپې درې ولسوالۍ چې له وسله والو مخالفینو څخه پاکه شوې د ټاکنو د امنیتي پلان یوه برخه وه او موږ په دې برخه کې هیڅ ډول اندېښنه نه لرو.»
ټاکل شوې ده چې د ولسمشري او ولایتي شوراګانو راتلونکې ټاکنې د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري پر ۱۶مه نېټه ترسره شي. دا هغه نېټه ده چې د امنیتي ګواښونو ترڅنګ په یو شمېر ولایتونو کې موسومي وضعیت هم د ټاکنو پر وړاندې ستره ستونزه بلل کیږي.