یو امریکایی د کابل ماشومانو ته ګیتار زده کوي
يوه امريکايي په کابل کې د موسیقي ښوونځی جوړ کړی دی، څو افغان ماشوماتو ته ګیتار ور زده کړي. اسوشېتد پرس خبري آژانس د دغه ښوونځي انځورونه خپاره کړي دي. دلته يې وگورئ.
امریکایي ګیتار غږوونکی لینی کوردولا، په کابل کې خپل د موسیقۍ په ښوونځي یا مرکز کې افغان ماشومانو ته د ګيتار غږول زده کوي.
د هغه شاګردان د پلازمېنې کابل د کوڅو هغه ماشومان دي چې پلرونه یې لږ عاید لري او په يوه بې وزلې کورنۍ پورې اړه ولري.
د موسیقۍ ښوونځي یا ګيتار د زړه کړې د دغه مرکز ډیري زده کونکي کم سنه نجوني دي.
په هغه هیواد کې چې نجونې او ښځي له راز راز محدودیتونو سره مخامخ دي، د ګيتار زده کړه په ټولنه کې د دوی د وړتیاو ښوولو له پاره یو ښه فرصت ګڼل کیږي.
لینی کوردولا، هیله لري چې افغاني نجونې د ګيتار غږول زده کړي او له دې لارې د افغانستان په پرمختګ او سوکالۍ کې خپله ونډه واخلي.
په کابل کې د موسیقۍ د ښوونځي دغه ۵۶ کلن روزونکی (لنی کوردولا)، د امریکا متحدو ایالاتو د لاس انجلس اوسیدونکي دی چې د راک په سبک کې ګيتار غږوي.
لنی کوردولا، وایې چې موسیقي د انسانانو تر منځ د اړیکو ټینګولو داسې یوه لاره ده چې پر ژبې پوهیدلو ته اړتیا نه لري.
د لینی کوردولا، زده کوونکي په کابل کې د موسیقۍ په دغه ښوونځي کي ګيتار زده کوي.