پخپله مرستې ته اړ دی، خو له بل سره مرسته کوي
۱۳۹۶ مرداد ۱۹, پنجشنبهافغان مهاجر فرهاد نوري د چهارشنبې په ورځ (د اګست میاشتې ۹) د سربستان په پلازمېنه بلګراد کې د یوه سربیایې ناروغه ماشوم د درملنې په موخه خپل رسمونه یا هنري نقاشۍ نندارې ته وړاندې کړي دي.
فرهاد نوري چې په «کوچني پیکاسو» شهرت لري، د خپلو نورو نقاشیو ترڅنګ یې د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل، د مشهور نقاش«سالوادور دالی» او د فوټبال د مشهور ستوري کریستیانو رونالدو انځورونه هم نقاشي او نندارې ته ایښودلي دي.
له سربستاني ماشوم سره د مرستې راټولنې د دغه ابتکار په چوکاټ کې د هغه د نقاشیو کاپي ګانې له ۲۸۰ څخه تر ۸۰۰ دیناره (د سربستان پولي واحد) چې د دوو تر اووه ایرو معادل دی پلورل کیږي.
مینه وال کولی شي د دغو انځورونو اصل د ۲۵۰۰ دینارو په بدل کې ؤپیري. نوري په پام کې درلود چې د اصلي تابلوګانو له درکه ترلاسه کیدونکي پيسې د ځان له پاره وساتي، خو اوس غواړي هغه پيسې هم د ۶ کلن صربستاني ماشوم چې په مغزو کې تومور لري د درملنې له پاره ورکړي.
د اعانې پيسې په سمبولیک ډول په یو زوړ ګیتار کې راټولیږي. نوري چې د خپل هنري کارونو د لومړۍ نندارتون د جوړیدو په اړه ډیر په هیجان کې وو وویل: «هیله لري چې په سویس کې نقاشي او ژبه زده کړي».
نوري له خپل پلار، مور او دوو کوچنیو ورنو سره د اتو میاشتو راهیسې د سربستان هیواد په بلګراد کې د کډوالو په یوه کمپ کې اوسیږي. په دغه کمپ کې د روزنیزو ورکشاپونو پر مهال د هغه استعداد د سیمه ییزو مرستندویانو له خوا کشف شو.
وروسته بیا هغه د مرستندویانو په کومک وتوانید چې د عکاسۍ په یوه ورکشاپ کې د نقاشۍ یو دری میاشتنې روزنیزه دوره بشپړه کړي او همدارنګه د نقاشۍ په یوه ښوونځي کې شامل شي.
اوس فرهاد نوري د «کوچنی پیکاسو» تر عنوان لاندې د بلګراد د رسنیو ستوری ګرځیدلی دی.