1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوې نجلې د خپل سکس فلم د خپریدو له کبله ځان وژلی

۱۳۹۵ شهریور ۲۷, شنبه

د تیتزیانا کانتون مړی د سه شنبې په ورځ د هغې د خاله په کور کې وموندل شو. دغې ایټالیاوي ۳۱ کلنې نجلۍ په انترنت کې د هغې د بربنډ فلم د خپیردو او زورونو له کبله ځان زړولی وو. د هغې مړینې په ایټالیا کې تاوده بحثونه راپارولي.

https://p.dw.com/p/1K4BH
انځور: picture-alliance/Ropi/Facebook

د میرمن کانتون بربنډ یا سکس فلم په ۲۰۱۵ کال کې نه یوازې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شو، بلکه د هغې په اړه ملنډې هم جوړې شوې. د هغې فلم آن د بربنډو فلمونو په یوې انترنتي پاڼه کې هم خپور شو. کانتون هیڅ و نه توانیده چې د دې فلم د خپریدوه مخه ونیسي.

هغې خپل کار پریښود او د خپل نوم بدلولو بهیر یې پیل کړ، خو بیا هم د هغې سکس فلم لاس په لاس کیده او په لا ډیرو انترنتي پاڼو کې خپریده.

هغې په حقوقي اقدام لاس پورې کړ او له ګوګل، یاهو او آن یوتیوب شرکتونو څخه یې وغوښتل چې د هغې انځورونه او نوم له خپلو معلوماتي ځیرمو پاک کړي. هغه وتوانیده چې د «له هیره ایستلو حق» تر لاسه کړي چې له مخې یې کولای شوای چې له فیسبوک او ټولو انترنتي پاڼو څخه خپله ویدیو پاکه کړي.

دغو ټولو قانوني اقداماتو پر میرمن کانتون باندې ۲۰ زره یورو لګښت راوست. د هغې مور ماریا تریزا، وایي چې دا هر څه د دې لامل شول چې کانتون د حقارت احساس وکړي. هغې د «له ریپابلیکا» ورځپاڼې ته ویلي دي: «تیتزیانا په دې باوره وه چې عدالت نه دی پلي شوی.»

«سپکه شوې»

۲۱ کلنه جولي چې په ۱۷ کلنۍ کې یې بربنډ انځورونه افشا او لاس په لاس شوي دي وايي: «داسې فکر مې کاوه چې د ځان ټوټې مې پرې شوې دي او د ټولو پر وړاندې سپکه شوې یم. خو تر هر څه مخکې مې داسې فکر کاوه چې یو کس زما پر بدن کنترول لري او زه خپل ځان پورې اړه نه لرم.»

هغه زیاتوي: «هغه وخت مې رانه ملګري وغوښتل چې ورته خپل انځورونه واستوم. هغه راته وویل چې زما دا کار به هغه خوشحاله کړي. که تاسو ووسئ نو دغه کار د خپل ملګري له پاره نه کوي؟ ما یوازې انځورونه واستول.»

جولي چې دا یې مستعار نوم دی، وایي چې هغه ډیره خوشحاله وه چې یو څوک ورسره مینه لري او له هغې سره پاتیږي. همدا د دې لامل شو چې هغه د خپل ملګري خبره ومني او هغه ته خپل انځورونه واستوي. خو هغه یوه ورځ پوه شوه چې خلک ورته په بله سترګه ګوري او دا چې بربنډ انځورونه یې خپاره شوي دي.

جولي وایي: «هیڅ وخت په ښوونځي کې د خلکو درانه نظرونه نه شم هیرولی. هغوی زما د انځورونو تر لیدو وروسته ما ته بل ډول کتل. آن زما ښوونکي ما ته خپله شا واړوله. ما فکر کاوه چې هیڅ وخت به هم له دې موضوع خلاصه نه شم.»

جولي تر دې وروسته ځان ژوبلوه. هغه وایي چې که د ملګرو او کورنۍ له پاره نه وای، نو ښایي ځان یې وژلی وای. د دغې نجلۍ په خبره هغه وخت ورته ځان وژنه یوازینۍ لار ښکاریده.

ولي؟

په خپور شوي فلم کې د کانتون یوه خبره اوس په ټولې ایټالیا کې د یوې ټوکې په توګه اوریدل کیږي. هغه د فلم په یوې برخې کې وایي: «ته فلم اخلي؟ ښه نو!»

دغه جمله پر تیشرتونو، د موبایلونو پر پوښونو او نورو توکو باندې چاپ شوې ده. که څه هم کانتون په محکمه کې ګټونکې شوې وه، خو بیا هم د هغې دغه جمله په ایټالیا کې کاریده.

جولي، د بربنډ انځورونو د خپریدو بله قرباني وايي: «تر هغه وروسته به مې تل فکر کوه چې هیڅ مې هم پر تن نه دي، که څه هم ما به ډیرې جامې اغوستې وې. داسې فکر مې کاوه چې هر څوک ما لیدلی شي.»

هغه زیاتوي: «تر ټولو بده خبره خو دا ده چې تر ننه پورې کله څوک ما سره خبرې کوي، نو زه داسې فکر کوم چې دا د دې له پاره چې ما لوڅه وویني. هغوی زما انځورونه غواړي. زما له پاره ډیره سخته شوې ده چې له یوه کس سره ملګرې شم.»

یو بام او دوه هواوې!

اوس د دې موضوع له سره څیړنه پیل شوې ده چې روښانه شي ایا ځان وژنې ته د هڅونې دوسیه پرانیستل کیدای شي او که نه. خو په عین حال کې د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کاروونکي وایي چې دغه قضیه د یو بام او دوه هواوو متل تازه کوي، ځکه لومړی خلک پخپله ویدیو ویني او بیا پر کانتون باندې نیوکې کوي.

یو شمیر نور کسان بیا وایي چې که تیزیانا کانتون، یو هلک وای نو تر اوسه پورې به ژوندۍ وای او آن د یوه اتل په توګه به یې ژوند کاوه.